منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د کرکټ ميليوني جام سيالۍ پيليږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): په کابل ښار کې د کرکټ د خصوصي کلپونو ترمنځ د مليوني جام شل اوريزې سيالۍ پيليږي.

دا سيالۍ د لوبه کرکټ کلپ (اېل سي سي) له خوا د زرملوال کرکټ خصوصي لوبغالي سره په ګډه په لاره اچول کېږي.

د اېل سي سي مسوول ضراب شاه ظهير د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې اووه خصوصي لوبډلې ګډون کوي.

هغه زياته کړه، چې په دې لوبډلو کې افغان رنجرز، افغان زمريان، کام اير، خوست بادشاه، المسافي ټايګرز، افغان سټارز او د ځدران ګروپ لوبډلې شاملې دي.

د ده په وينا، دا سيالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې د زرملوال په خصوصي لوبغالي کې پيل او د وطن خصوصي تلويزيون له خوا به په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

ظهير وايي، هره ورځ دوه شل اوريزې لوبې به ترسره کېږي او په پاى کې به د يوه ميليون افغانيو په ارزښت نغدي جايزې پر لوبډلو او لوبغاړو ووېشل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا يو ښه اقدام بولي او زياتوي، چې د خصوصي سکتور له لارې به په هېواد کې کرکټ نوره هم وده وکړي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د دا ډول سياليو ملاتړ کوي او له خپل لوري يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت په زرملوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ په لاره اچول شوې وې، چې د کونړ په بريا پاى ته ورسېدې.