منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د میلیون جام کرکټ سیالیو کې المصافي او افغان رنجرز خپلې لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ۵ لړم ۹۲ ) : په کابل کې  د لوبه کرکټ کلب لخوا د کرکټ میلیوني جام سیالیو په لړ کې د المصافي او افغان رنجرز لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د لوبه کرکټ کلپ (اېل سي سي) له خوا د احمدشاه بابامینې زرملوال کرکټ په خصوصي لوبغالي  د لړم په ۳مه، پیل شوې دي.

په دې شل اووریزو سیالیو کې  شپږو لوبډله برخه اخیستې دي چې  پکې افغان رنجرز، افغان زمريان، کام اير، خوست بادشاه ، المصافي ټايګرز او  ځدران ګروپ بډلې شاملې دي.

د اېل سي سي مسوول ضراب شاه ظهير د لړم په ۵مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل چې  نن سهار لومړۍ لوبه د افغان رنجرز او کام ایر ترمنځ ترسره شوه چې د افغان رنجرز په بریا پای ته ورسیده.

افغان رنجرز لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۱۹۳ منډې وکړې، فضل ځاځي ۹۳ منډې جوړې کړې، د کام ایر لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړ او ټوله لوبډله یې په ۲۰ اورونو کې په ۱۷۳ منډو وسوځیده.

تر غرمې وروسته دویمه لوبه د افغان زمریان او المصافي ترمنځ ترسره شوه، چې دالمصافي په بریا پای ته ورسیده.

ظهیر وویل چې افغان زمریانو په ۲۰ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۰ منډې وکړې، چې المصافي لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې داوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړه.