کابل (پژواک ۶ لړم ۹۲ ) : په کابل کې د لوبه کرکټ کلب لخوا د کرکټ میلیوني جام سیالیو په لړ کې د خوست او کام ایر لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
دا سيالۍ د لوبه کرکټ کلپ (اېل سي سي) له خوا د احمدشاه بابامینې زرملوال کرکټ په خصوصي لوبغالي د لړم په ۳مه، پیل شوې دي.
په دې شل اووریزو سیالیو کې شپږو لوبډله برخه اخیستې دي چې پکې افغان رنجرز، افغان زمريان، کام اير، خوست بادشاه ، المصافي ټايګرز او ځدران ګروپ بډلې شاملې دي.
د اېل سي سي مسوول ضراب شاه ظهير د لړم په ۶ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لومړۍ لوبه د ځدران ګروپ او خوست باد شاه ترمنځ ترسره شوه.
هغه زیاته کړه چې ځدران ګروپ پچې ګټلو سره لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۱۳۸ منډې وکړې.
د خوست باد شاه لوبډله یاد هدف ددریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
دویمه لوبه ترغرمې وروسته د کام ایر او المصافي ترمنځ ترسره شوه، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته د کام ایر لوبډلې وګټله.
د کام ایر لوبډلې ۱۶۲ منډې کړې وې، خو المصافي په ۲۰ اورونو کې ۱۶۰ منډې وکړې










