کابل ( پژواک ۹ لړم ۹۲ ) : په کابل کې د کرکټ د ۶ کلبونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ د ۲۰ اورویزو میلیوني جام سیالۍ د المصافي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
په دې شل اووریزو سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پکې افغان رنجرز، افغان زمريان، کام اير، خوست بادشاه ، المصافي ټايګرز او ځدراڼ ګروپ لوبډلې شاملې وې.
دغه سیالۍ د لوبه کرکټ کلب ( ایل سي سي) له خوا د کابل په احمدشاه بابا مینه کې د زرملوال په خصوصي کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوې وې.
د ایل سي سي مسوول ضراب شاه ظهیر د لړم په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې د دې سیالیو پای لوبې ته د المصافي او خوست بادشاه لوبډلو لاره موندلې وه، د پای لوبې پچه خوست بادشاه وګټله، خو المصافي ته یې د لوبې بلنه ورکړه.
المصافي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۶ منډې جوړې کړې، مرادعلي تر ټولو ښه وځلید او ۵۱ منډې یې جوړې کړې، د خوست له لوري علي زمان ۳ او خالد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د خوست بادشاه لوبډلې ونه شواى کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله یې په نولسم اور کې وسوځیده او دغه راز المصافي لوبډلې دا لوبه د ۲۷ منډو په توپیرسره وګټله.
د المصافي له لوري حاجي نصرت ۴ او شکور ذکي د خوست درې لوبغاړي وسوځول.
د المصافي لوبغاړی مراد علي د پای لوبې غوره لوبغاړی، خالد خان د سیالیو غوره لوبغاړی، فضل ځاځی غوره توپ وهونکی او حاجي نصرت غوره توپ اچونکی اعلان شول.
نجیب ترکی د ( دشپږیز خان) په توګه اعلان شو، هغه په دې سیالیو کې ۱۸ شپږیزې وهلې دي.
ددې سیالۍ د اتلولۍ د کپ ، تقدیرنامو او انعامونو د ویشلو په مراسمو کې دافغانستان کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد مراد، مرستیال دوست نظري او یو شمیر نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
د المصافي لوبډلې ته د پنځه سوه زره افغانیو نغدي انعام او ددې سیالیو د اتلولۍ کپ ورکړل شو.
ډاکټر نور محمد مراد وایي ، چې د افغانستان کرکټ بورډ به له خصوصي سکتور او هر هغه چا سره چې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي، خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
هغه پژواک اژانس ته وویل ، چې د میلیوني جام سیالۍ په لاره اچول یو نيک اقدام دى او دا ډول سیالۍ د کرکټ د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.










