منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان او ايران د رګبي سياليو په پاى لوبه کې مخامخ کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

کابل ( پژواک ١١ لړم ٩٢ ) : افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د رګبي سياليو  پاى لوبې ته لاره موندلې ده.

د رګبي فدراسيون يوه چارواکي اسد زيار د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا سيالۍ پرون په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې افغانستان دلومړي ځل لپاره د رګبي لوبو په نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې وه او پرون يې درې لوبې ترسره کړي.

د زيار په وينا، افغانستان له ايران څخه د ١٧ په مقابل کې په ١٢ نومرو ماتې وخوړه، خو لبنان ته يې ٢٢ پر ٥ او متحده عربي اماراتو ته يې ٣٣ پر صفر ماتې  ورکړه.

د رګبي فدراسيون دغه چارواکي وويل ، چې د افغانستان لوبډله د اوو کسيزو لوبغاړو د رګبي ددغو سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړې ده.

د هغه په وينا، د افغانستان او ايران پاى لوبه نن غرمه ترسره کېږي .

رګبي نوې لوبه ده ، چې په افغانستان کې يې مينه وال پيدا کړي  او ددې لوبې فدراسيون هم تېر کال رامنځته شوى دى.