ژبه

د هرات ښاروالۍ عوايد څه باندې يو ميليارد افغانيو ته لوړ شوي

 هرات (پژواک ١٢ لړم ٩٢): د هرات ښاروالۍ عوايد د تېرو دوو کلونو په پرتله څو برابره زيات شوي او په اوو مياشتو کې يې تر يو ميليارد زياتې افغانۍ راټولې کړې دي.

 هرات ښاروال محمد سليم تره کي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه کاله وړاندې د ښاروالۍ عوايد ٦٠ ميليونه افغانۍ وو.

 نوموړى زياتوي، چې د عايد د ډېرېدو لامل د ښاروالۍ په اداره کې د کار وړ کسانو ګومارل او د فساد له منځه وړل دي.

 هغه زياتوي، چې د روان کال په اوو مياشتو کې يې عوايد يو ميليارد او دوه سوه ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.

د هرات ښاروال زياتوي، اداره به يې په ياد رقم بسنه ونه کړي، بلکې د پلان له مخې به د عوايدو زياتېدو لپاره نورې هڅې هم وکړي څو په راتلونکې کې د هرات ښاروالي په بشپړه توګه د ښاري خدمتونو په برخه کې پر ځان بسيا شي.

ښاروال وويل، همدا اوس يې په ښار کې د کاناليزاسيون او ۵۲ کيلومتره سړک پخولو او د څه نورو پروژو چارې د ښاروالۍ له لګښتونو تر کار لاندې دي.

 د ولايت مقام تېر کال په ښاروالۍ د درغلۍ تورونه ولګول او پر ضد يې لاريونونه هم وشول، ښاروال وايي، چې يادو تورونو هېڅ ډول اساس نه درلود، څارنوالۍ له کره څېړنو وروسته برائت ورکړ.

سليم تره کى زياتوي، هغه نيوکې د دې لامل شوې چې په بشپړ کال کې خلکو ته وړ خدمات ونه رسولى شي.

 ښاروال اوسمهال د ولايت او امنيتي مسوولينو له پوره همکارۍ مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د ده په برياليتوب کې نورې ادارې هم شريکې دي.

د هرات ښار د نهمې ناحيې يوه استوګن شريف خان هم د تېر په پرتله سږ کال د ښاروالۍ له کارونو مننه وکړه، په ځانګړي ډول يې د خپلو کوڅو او واټونو پخولو يادونه وکړه.

 ده وويل، په دې برخه کې تېر مهال ډېرې ستونزې وې چې د چاپېريال د ککړتيا له امله خلکو ته تنفسي ناروغۍ پيدا شوې خو اوس دا ستونزه نشته.

 د ده په وينا، د ښارالۍ په مامورينو کې فساد شته، چې هغه به هم ورو ورو کم شي.

 

ورته موضوع