ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ١٥ وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

هرات کې ١٥ وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

هرات (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال د سولې له پروګرام سره يو ځاى شول.

د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د ملا بصير په مشرۍ تېره شپه د ادرسکن ولسوالۍ په يکه درخت کلي کې له سولې سره يو ځاى شول.

 ولسوال زياتوي، دغو وسله والو له ځان سره اته ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله راکټ او دوه ميله ماشيندار له يوې اندازې مهماتو سره دولت ته وسپارل.

عمرزي وويل، دغو کسانو له تېرو څو کلونو په ادرسکن سربېره شينډنډ ولسوالۍ کې هم د حکومت ضد تحرکات لرل، چې په تسليمېدو سره به يې د يادو سيمو او د هرات_کندهار لاره هم په امن شي.

د دې ډلې مشر ملا بصير وايي، له حکومت سره کومه ستونزه نه لري، بلکې د مخالفت لوی عوامل يې تربګنۍ، شخصي مخالفتونه او بېوزلي ياد کړل.

نوموړي وويل، که ترې وغوښتل شي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې به د امنيت ساتنې لپاره صادقانه دنده ترسره کړي.

هغه د دې تر څنګ له دولته وغوښتل، چې په سيمه کې يې بيارغونې ته پاملرنه وکړي.

 په هرات کې د سولې شورا سيمه ييز چارواکي وايي، د کال له سره د ۵۲ ډلو په ترکيب کې د حکومت ۵۰۰ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

دغو کسانو ته د حرفوي زده کړو تر څنګ تر شپږو مياشتو معاش او نورې مرستې هم ورکول کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.