منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د کرکټ لوبغالي ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه، چې په کابل کې د کرکټ د نړيوال لوبغالي ځمکه دې د افغانستان د کرکټ بورډ په واک کې ورکړل شي.

د چارو د ادارې له خوا د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د وزيرانو شورا په اونيزه غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کابل ښاروال نواندېش هم راغوښتل شوي وو.

سرچينې زياته کړې، چې يادو چارواکو د کابل ښار حضوري چمن ته څېرمه  د کابل ښاروالۍ اړوند ١٣ جريبه ځمکه په وړيا توګه د افغانستان کرکټ ته د ورکولو موضوع شورا ته وړاندې کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د وزيرانو شورا له دې امله چې د کرکټ ملي لوبـډله په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې لري، نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړې او د هېواد ملي بيرغ يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رپولى، پرېکړه کړې چې ياده ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان کرکـټ بورډ وايي، چې د کابل ښاروالۍ دغه ځمکه چې اوس په کې دوى په نړيوال معيار برابر د کرکټ لوبغالى جوړ کړى، د لسو کالو لپاره ورکړې وه.

د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود وايي، چې دوى د څه باندې دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت دغه لوبغالى او په همدې ساحه کې د کرکټ دفتر هم جوړ کړى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د وزيرانو شورا د غونډې پر مهال ولسمشر کرزي او د شورا نورو غړو د کرکټ بورډ له چارو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه.

نوموړي د افغانستان له حکومت، وزيرانو شورا او ښاوالۍ څخه مننه وکړه، چې دا ځمکه يې د تل لپاره د دوى په واک کې ورکړه.

د کرکټ د لوبې کارپوهان وايي، چې د حکومت له دغه کار سره به په هېواد کې دغه لوبه ډېره وده او پرمختګ وکړي.

د لوبه کرکټ کلب مسوول ضراب شاه ظهير پژواک اژانس ته وويل، چې دا ځمکه د کابل په زړه کې موقعيت لري او دلته د کرکټ بورډ د دفترونو  او لوبغالي شتون ډېر اړين وو.

دى وايي، اوس به د کرکت بورډ اداره په خلاص مټ سره په دې ځمکه کې د بيارغونې نور کارونه وکړي او د لوبغاړو لپاه به نورې اسانتياوې برابرې کړي.