اسعداباد(پژواک،٢٠لړم٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د حزب اسلامي شپږويشت کسيزه وسله واله ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوې ده .
دکونړ والي شجاع الملک جلاله نن په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې ياده وسله واله ډله د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي په چوکاټ کې په چپې درې ولسوالۍ کې د دولت پر خلاف وسله وال فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه، چې دغه ډله په کونړ کې د سولې دشورا او ملي امنيت په هڅو د سولې له بهير سره يوځاى شوې ده.
والي وايي، دغو کسانو ٢٦ میله وسلې چې په کې راکټ، پیکا اوکلاشينکوفونه شامل دي، له ځان سره راوړي دي.
د کونړ والي وویل:(( موږ به هڅه وکړو، چې دوی ته یو مناسب کار پیداکړو .))
ديادې وسله والې ډلې مشر دین محمد وويل :(( موږ ځکه له دولت سره په مخالفت کې و، چې بهرني ځواکونه به دخلکو په کورونو ورتلل، تالاشۍ به يې کولې او خلک به يې ځورول.))
هغه زياته کړه، چې جهاد يې دامريکايانو پرخلاف و، اوس چې امريکايان له دې سيمې وتلي، نو جنګ ته نوره اړتيا نشته.
دين محمد وايې، چې خپلې وسلې يې دولت ته سپارلي او له دې وروسته به د نورو عامو افغانانو په څېر ژوند کوي.
دده په وينا، له نورو افغانانو سره به دهيواد په بيارغونه کې ګډ کار کوي او هڅه به يې دا وي، چې د دولت نور مخالف وسله وال هم د سولې له بهير سره يو ځاى کړي .
د يادونې ده، چې تردې دمه په کونړ کې ٢٣١ وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي