منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ په تمريناتي لوبه کې يوګنډا ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک ۲۲ لړم ۹۲): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د يوګنډا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۴ کال د کرکټ شل اوريز نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې د ګډون په موخه په اماراتو کې ده.

هغه زياته کړه ، چې د دې سياليو له رسمي پيلېدو مخکې، افغانستان نن له يوګنډا سره تمريناتي لوبه ترسره کړه او يوګنډا په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو، ۷۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري محمد نبي عيسی خېل درې، سميع الله شينواري دوه، ګلبدين، حمزه هوتک او کريم صادق يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

هوتک وويل ، چې د افغانستان ملي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ديارلسم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري ګلبدين نايب د دوو شپږيز پر مټ ۲۵ او محمد شهزاد ۲۲ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوې ده، چې د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالۍ د لړم په ۲۴مه، د ۱۶ لوبډلو په ګډون پيل شي.