کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې افغانستان پي اين جي ته هم ماتې ورکړه.
د غوراوي دا سيالۍ د ١٦ لوبـډلو په ګډون سره د لړم په ٢٤مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې لوبې پچه د پاپوا نيو ګيني ( پي اين جي) لوبډلې وګټله او لومړى يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
د هغه په وينا، د پي اين جي د کرکټ ملي لوبـډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٧ منډې جوړې کړې .
د ملي لوبډلې له لوري سميع الله شينواري ٣، دولت ځدران ٢ او شاه پور ځدران د پي اين جي يو لوبغاړى وسوځاوه.
ددې لوبې په مينځ کې په شاجه کې سخت باران وشو، چې د کرکټ لوبې دقانون له مخې لوبڅارانو افغانستان ته په اوه اورونو کې د ٦٩ منډو هدف ورکړ.
هوتک وايي چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله ياد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په اوو اورونو کې کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.
افغانستان پرون سکاټلينډ ته ماتې ورکړه، خو له هغې مخکې هالنډ لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
نن په نورو لوبو کې ايرلينډ، نميبيا، او هالنډ هم خپلې لوبې وګټلې.
د غوراوي په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې برخه اخلي، چې شپږ غوره لوبـډلې به يې د شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
هوتک وويل، چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا، متحده عربي امارات او نميبيا او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.
ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي.









