کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې افغانستان ډنمارک ته په ماتې ورکولو سره درېيمه پرله پسې بريا خپله کړه.
د غوراوي دا سيالۍ د ١٦ لوبـډلو په ګډون سره د لړم په ٢٤مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٣٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او د ډنمارک لوبډلې ته يې د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د هغه په وينا، دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د ډنمارک لوبډله په شلو اوورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ١٤٦ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري سميع الله شينواري ، محمد نبي عيسى خېل او کريم صادق صادق يو، يو لوبغاړى وسوځول.
هوتک وويل، چې د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې ياد هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو په شپاړسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري نجيب ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او د پنځو شپږيزو په مټ يې ٦١، محمد نبي عيسى خېل ٢٥ او سميع الله شينواري ٢١ منډې جوړې کړې.
ډنمارک ته په ماتې ورکولو سره دا دافغانستان څلورمه پرله پسې بريا وه.
افغانستان تر دې مخکې سکاټلينډ، پي اين جي او برمودا ته ماتې ورکړې، خو له هالنډ څخه يې ماتې خوړلې وه.
د غوراوي په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې برخه لري، چې شپږ غوره لوبـډلې به يې شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
هوتک وويل، چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا او متحده عربي امارات او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.
ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي.










