کابل (پژواک د لیندۍ لومړۍ ۹۲ ) : په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې افغانستان نیپال ته په ماتې ورکولو سره پنځمه پرله پسې بريا خپله کړه.
د غوراوي دا سيالۍ د ١٦ لوبـډلو په ګډون سره د لړم په ٢٤مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لیندۍ په لومړۍ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په شارجه کې د باران له امله دا لوبه اوه اورونو ته رالنډه شوې وه.
د هغه په وينا، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او د نیبپال لوبډلې ته يې د لوبې کولو بلنه ورکړه.
هوتک وویل چې د یپال لوبډلې په ټاکل شویو اوه اورونو کې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ۷۳ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۷۴ منډو هدف کیښود.
د ملي لوبډلې له لوري میرویس اشرف دوه او شاه پور ځدران یو لوبغاړی وسوځاوه.
هوتک وويل، چې د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې ياد هدف د یوه لوبغاړي په سوځیدو د شپږم اور په دویم توپ ترلسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري شهزاد محمدي ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او دددریو شپږیزو په مټ یې ۴۳ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، نوروز منګل ۲۲ او محمد نبي ۸ منډې جوړې کړې.
دغه بریا سره افغانستان پخپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ، افغانستان له کینیا سره به خپله وروستۍ لوبه کوي او د بریا په صورت کې به نیغ په نیغه نړیوال جام ته لاره پیدا کوي .
نیپال په ماتې ورکولو سره دا دافغانستان پنځمه پرله پسې بريا وه.
افغانستان تر دې مخکې ډنمارک، سکاټلينډ، پي اين جي او برمودا ته ماتې ورکړې، خو له هالنډ څخه يې ماتې خوړلې وه.
د غوراوي په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې برخه لري، چې شپږ غوره لوبـډلې به يې شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
هوتک وويل، چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا او متحده عربي امارات او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.
ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي.










