کندهار (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د کندهار د دامان ولسوالۍ د ګچو په کان کې غير فني او ناقانونه ډول کيندنې کېږي ، خو حکومت يې په قانوني ډول د را ايستنې په اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.
د دغه ولايت د کانونو د کنټرول او څار مدير انجنير محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګچو له دغه ستر کان څخه، چې د دامان ولسوالۍ شمال لور ته په يوه لويه دښته کې پروت دى، په يوه کال کې ٢٢٢٤٢ متره مکعبه ګچ استخراجېږي.
د صديق په وينا، په ياد کان کې، چې يو نيم متر تر ځمکې لاندې او د پنځو مترو په پېړوالي پروت دى، د کيندونکو د نږدې ٣٠ ډلو له خوا په بېلابېلو ساحو ګچ را ايستل کېږي، چې وروسته يې پروسس او بازار ته يې وړاندې کو.
د کانونو د کنټرول او څار مدير وويل، د دامان ولسوالۍ د ګچو له کان څخه، چې د استخراج او پروسس چاري يې خپله د سيمې خلک ترسره کوي، په هر متر مکعب ګچ دولت ته ٥٠ افغانۍ ورکوي.
د کانونو دغه مدير وايي، چې دوى لا هم نه دي توانېدلي دغه کان شرکت ته په قرارداد ورکړي څو يې په مسلکي توګه را وباسي.
صديق خبر ورکړ، چې د کندهار د کانونو رياست په پام کې لري د دغه کان چارې قانوني کړي.
دى وايي، په همدې موخه څو ورځې وړاندې د کان د سروې لپاره له کابل څخه د جيولوجستانو يوه ډله ورغلې وه.
د کندهار د دامان ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالبصير، چې د ګچو د کان يوې برخې کيندنه ترسره کوي، وايي، شاوخوا لس تنه کاريګر يې له ځان سره د ګچو په کيندنه ګومارلي، چې د ګچو د استخراج او پروسس چارې پرې ترسره کوي.
هغه پژواک ته وويل: ((د ګچو استخراج ډېر ساده کار دى، هر څوک يې کولاى شي، د ځمکې له سطحې يو يا دوه متره لاندې ګچ راباسي، بيا يې تر بټۍ را رسوي او هلته له پخېدو وروسته ګچ تيارېږي.))
د نوموړي په وينا، دغه ګچ له پخېدو يا پروسس کېدو وروسته د کندهار ښار تر څنګ يو شمېر ولسواليو ته او همداراز ها خوا د پاکستان بلوچستان ايالت چمن او قلعه عبدالله سيمو ته وړل کېږي.
د عبدالجبار په نوم د ګچو يو بل استخراج کوونکى وايي، چې په دامان ولسوالۍ کې د ګچو د پخولو کرې ( بټۍ) لري او د ورځې شاوخوا پنځوس کوچني باوړونکي موټرونه ګچ استخراجوي او پخوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په يوه موټر کې شاوخوا اته ټنه ګچ ځايېږي، چې هغوى يې خپلو مشتريانو ته په ٣٠٠٠ افغانۍ ورکوي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ چې کله په خپلو کرو کې ګچ پاخه کړو، نو يو کوچنى موټر مزدا يې په ٣ زره افغانۍ ورکوو، خو زموږ مشتريان بيا دغه ګچ ښار ته وړي، هلته يې غلبېل کوي، لوى ډبرې يې ترې لېرې کوي او هغوى بيا يو موټر ګچ په ٥ يا ٦ زره افغانۍ پلوري.))
خو د ګچو کان يوه کاريګر علم ګل بيا وايي، له ناچارۍ يې دغه کار ته مخه کړې، ځکه په نورو ځايونو کې ورته کاروبار نه پيدا کېږي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((دلته د کار کوم خاص شرايط نشته، اول ځمکه يو يا دوه متره کنو، چې ګچ راښکاره شي، بيا ګچ راباسو او تر بټۍ يې رسوي، هلته بيا نور کسان ګچ بټۍ ته دننه کوي او پخوي يې.))
علم ګل زياته کړه، که د ګچو کان د کيندنې او پروسس چارې په مسلکي او فني ډول ترسره شي، نه يوازې دا چې دا چارې به اسانه شي، بلکې د کاريګرو په ژوند کې به هم مثبت بدلون راشي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ګچ يو ډول ساختماني توکي دي، چې د پخو او کانکريټي کورونو په جوړولو او ډيزاين کولو کې ترې کار اخيستل کېږي، چې خونه يا کوټه د اوړي په موسم کې يخه او په ژمي کې ګرمه ساتي، همداراز د خامه کورونو په رنګ کې هم ترې کار اخيستل کېږي.