منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۶ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار سلګونو زده کوونکو ته د کرکټ روزنه ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل ( پژواک ۳ لیندۍ ۹۲ ) : د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (AYCSO    ) د افغان کنکشن په مالي ملاتړ په ننګرهار ولایت کې لسګونو ښوونکو او سلګونو زده کوونکو ته د کرکټ د لوبې روزنه ورکړه.

د يادې ادارې مشر او د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان رييس احمدزي د لیندۍ په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا روزنيز کمپونه  یې څه موده مخکې پیل او نن یې پای ته ورسول.

هغه زياته کړه ،چې  دې روزنیز بهیر کې یې د جلال  اباد ښار د بیلا بیلو لیسو لسګونو ښوونکو او د جلال اباد ښار او یو شمیر ولسوالیو تر ۳۰۰ زده کوونکو ته د اړوندو لیسو په ودانیو کې روزنه ورکړه.

نوموړي وويل چې دغو زده کوونکو او ښوونکو ته یې د کرکټ لوبي  د لومړنیو تخنیکونو په اړه د کرکټ بورډ لخوا د رالیږل شویو روزونکو لخوا رونه ورکړل شوه.

رييس احمدزى وايي،چې دغه روزنيز پروګرام يې د افغان کنکشن Afghan connection  د انګلستان د اېم سي سي کلب په همکارۍ ترسره کړى دى.

هغه زياته کړه ،چې زده کوونکو په ډېرې علاقمندۍ سره په دې روزنيزو کمپونو کې برخه واخيسته او په ډېرې لېوالتيا سره يې لومړني مهارتونه زده کړل.

احمدزي وويل چې زده کوونکو او ښوونکو ته  د بيټنګ، بالنګ، فيلډنګ او ددې هرې څانګې په بېلا بېلو مهارتونو په اړه معلومات ورکړل شول.

د جلال اباد ښار د تجربوي لیسې یو تن ښوونکي استاد ریدي ګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی تر اوسه په کرکټ نه پوهیدل او په دې کمپ کې یې د کرکټ د لوبې  په اړه ډیر شیان زده کړل.

هغه زیاته کړه چې دوی د کرکټ لوبه کتله خو پرې نه پوهیدل، خو اوس یې د ټولو تخنیکونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

نوموړي د افغان ځوانانو د کرکټ له ملاتړ ادارې (AYCSO    ) څخه مننه وکړه، چې د لومړي ځل لپاره يې دوى ته روزنيز پروګرام جوړ کړ.

نوموړي زياته کړه : (( په دې روزنيز کمپ کې مې د کرکټ د هرې برخې په اړه لومړني مهارتونه زده کړل.))

د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (AYCSO    ) مشر رييس احمدزى وايي، چې تر اوسه يې په ګڼ شمېر ولايتونو کې دا ډول روزنيز پروګرامونه په لاره اچولي او سلګونه لوبغاړي يې روزلي او ټاکل شوې ، چې په روان زېږديز کال کې په لسو نورو ولايتونو کې هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړي .