کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د هېواد د کانونو د څار سازمان د لوګر ولايت د عينک د مسو کان او د هغه د را ايستلو په اړه په خپله يوه تازه څېړنه کې، په دغه کان کې د چينايي شرکت د کار د ټکني والي تر څنګ د کان د را ايستلو په ترڅ کې د چاپېريال له ککړتيا او تر ځمکې لاندې د اوبو د ککړتيا په اړه خبردارى ورکړى دى.
د افغانستان د روڼوالي د څار په نوم سازمان په خپل دغه څېړنيز راپور کې يو شمېر هغه فرصتونه او مواقع او همدارنګه يو شمېر ګواښونه په ګوته کړي چې د دغه سازمان د څېړونکو له انده د عينک د مسو د را ايستو پروژې له خوا هېواد او وګړو ته متوجه دي.
د دغه سازمان په ٤٧ مخيز راپور کې چې د ((عينک: د بدلون لپاره امتياز)) تر سرليک لاندې خپور شوى دى، اقتصادي وده،افغاني وګړو ته د کار پيدا کېدل، د عوايدو ترلاسه کېدل او د بنسټيزو پروژو پلي کېدل، د افغانستان لپاره د دې پروژې فرصتونه شمېرل شوي خو تر څنګ يې د دې پروژې په ترڅ کې ځيني ګواښونه هم په ګوته شوي چې له د هغو له ډلې د مسلکي کار کوونکو نه شتون، د خلکو د غوښتنو او توقعاتو نه ترسره کېدل، پر چاپېريال د هغې منفي اغېزې، په ساحه کې د لرغونو اثارو شتون، په پروژه کې د حکومتدارۍ او مديريت له ضعف اونيمګړتياوو، د دغه راپور په ترڅ کې يادونه شوې ده.
په راپور کې ويل شوي، چې د عينک په سيمه کې د مسو د کان د را سپړنې چارې کېداى شي د سالفايد او سلفوريک اسيد په نومونو ګازونه توليد کړي چې دا به د سيمي د خلکو روغتيا او د هغو کرنيزو فعاليتونه ته جدي ګواښونه رامنځ ته کړي.
د افغانستان د روڼوالي د څار سازمان په دغه راپور کې ويل شوي، چې دغه ککړتياوې کولاى شي د سيمې هوا، خاورې او اوبو ته زيانونه واړوي.
د دې څېړنې په ترڅ کې جوړ ياد راپور همدارنګه زياتوي، اټکل کېږي چې د عينکو د مسو په کان کې د مسو د را ايستنې بهير په هره ورځ کې ٥٨٤ زره متره مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې دغه سيمه لا له وړاندې د اوبو له کمښت سره مخ ده.
په دغه څېړنيز راپور کې همدارنګه د سيمې د اوسېدونکو له خولې زياته شوې، چې د لوګر ولايت د کانونو او پطروليم رياست د مسو د را ايستونکي شرکت له اړخه د اوبو د ژورو څاګانو د کېدنې په اړه د سيمه ييزو وګړو د شکايت په اړه هېڅ ډول غبرګون نه دى ښودلى او د کيندنو په اړه يې شکايتونو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د دغه راپور پر بنسټ، د دې ککړتيا امکانات کولاى شي د هغو خلکو لپاره بدې پايلې ولري چې د هغو اوبو په اوږدو کې ژوند کوي چې د لوګر له سينده سرچينه اخلي.
دغه راپور همدارنګه وايي، چې د لوګر د سيند په اوبو کې د دې ککړتيا بڼه، کولاى شي هغه خلک چې له دغه سينده ښکته او په تېره بيا هغه خلک چې په کابل کې ژوند کوي، اغېزمن کړي او د دي موضوع په اړه کره تخنيکي څېړنه په کارده چې د عينکو په سيمه کې د اوبو وضعيت وڅېړي او که چېرې دغه پروژه د توليد پړاو ته ننوځي، پايلې به يې خطرناکې وي.
دغه راپور د عينک د مسو کان دکار له بهير څخه د چاپېريال د ککړتيا يوه بله او خطرناکه بڼه د هغو ګازونو وتل ګڼي چې د مسو د پروسس په ترڅ کې توليديږي.
د دغه راپور له مخې، د مسو له کان څخه د مسو تر را ايستلو وروسته د را ايستلو په ځای کې يو ډول پوډر پر ځای پاتې کېږي، چې د بند په نقطه يا د کثافاتو په نوم چېرې زېرمه کېږي.
د دغه راپور پر اساس، د کثافاتو دغه بند تر هغه ډېر وروسته چې کان تړل کېږي،د يوه چاپېريالي ګواښ په توګه همالته پاتې کېږي او د چاپېريال ساتنې د کارپوهانو په وينا، دغه کثافات او پاتې شوني کولای شي له بند څخه بهر شي اواوبه ولري، همدارنګه ان کولای شي پر داسې سېلابونو واوړي چې کلي خراب کړي او دا هم کېدای شي چې د هغې وړې ذرې له هوا سره ګډې او د تيزابو د ورښت لامل شي.
د افغانستان دړونتیا دڅار سازمان ددې راپور په دوام په سیمه کې د شته لرغونو آثارو لپاره د عینکو له کان څخه د مسو د اېستلو له ضرورنو هم یادونه کوي او لیکي چې په هغه سیمه کې چې د عينکو په سيمه کې د مسو د راوېستلو لپاره په نښه شوې ده، د پاملرنې وړ لرغوني آثار شتون لري، چې د هغې دلرغونتوب ارزښت ښايې د عينکو د کان تر عمر زيات دوام وکړي.
د دغه راپور ليکوال پر دې باور دی، هغه چينايي شرکت چې د عينک د مسو قرارداد يې ترلاسه کړی، تر خپل کار لاندې ساحه کې د لرغونو اثارو ساتنې ته جدي پاملرنه نه کوي او په هغو ساحو کې د کيندنې او د مسو را ايستلو هوډ لري چې لرغوني اثار په کې دي.
په راپور کې همدارنګه د عينک د مسو کان اړوند سيمو کې د حکومتوالۍ له ضعف څخه هم يادونه شوې او د راپور ليکوال دعوه لري چې د افغانستان حکومت او اړوند چينايي شرکت د دې سيمې اوسېدونکي د هغوی د نيول شوو ځمکو د بديل له ورکړې پرته له سيمې ايستلي دي.
د دغه راپور له مخې، ځمکني حقايق ښيي، دولت د دې پر ځای چې دغه ستونزه حل کړي، د چينايي شرکت پلوي کوي، په داسې حال کې چې دولت بايد په دې پېښه کې د خپلو وګړو استازيتوب وکړي او له چينايي کمپنۍ سره قانوني چلند وکړي، څو هغه کسان چې د عينک د مسو د کان په ساحه کې ژوند کوي، د دولت له دغه چلند څخه منفي اغېز خپل نه کړي.
د څار دغه بنسټ د خپل څېړنيز راپور په پای کې بېلابېلو اړوند اړخونو ته يو لړ وړانديزونه هم لري چې په ترڅ کې يې له دولت څخه غوښتنه لري تر څو د عينک د مسو کان قرارداد، افشاء کړي او د دې پروژې د ځنډېدو په اړه را پيدا شوې پوښتنې ځواب کړي او په دې اړه خپل نور افغاني شريکان، پرانيستې سلا مشورې ته ور وبولي.
دغه راپور همدارنګه د افغانستان دولت ته وړانديز کوي چې د عينک د مسو کان د شاوخوا اوسېدونکو زيانونه د عادلانه خبرو اترو له لارې ورکړي او د افغانستان د قانون او د بشري حقونو او سوداګرۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان او د نړيوال بانک له کړنلارې په ګټه اخيستنې سره اغېزمن شوي وګړي، بېرته ځای پر ځای کړي.
د افغانستان د روڼوالي د څار سازمان په خپل دغه راپور کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې ته هم سپارښتنه کوي څو په ښکاره توګه د عينک د مسو کان د چاپېريال د څارنې نورې لارې چارې ځرګندې کړي او ډاډ ورکړي چې په دغه کان کې د کيندنې فعاليتونه خاوره يا هوا نه ککړوي او د اوبو سرچينو ته زيان نه رسوي او د چاپېريال ساتنې په اړه د IFC معيارونه پلي کړي.
همدارنګه په دغه راپور کې د عينک د مسو کان د کيندنې چينايي کمپنۍ (MCC‐JCL) ته هم وړانديز کوي تر څو د سيمې له خلکو سره سلا مشوره ولري.
په دغه راپور کې همدارنګه دغه چينايي کمپنۍ ته سپارښتنه شوې ده تر څو د دې سيمې د وړو پروژو په اړه هم د سيمې خلکو ته معلومات ورکړي او د نوې پروژې په اړه د خلکو نظريات ترلاسه کړي، تر څو له دې لارې هم د سيمې د خلکو او هم د دغه شرکت ګټه يو ځای زياته شي.
په دغه راپور کې همدا ډول د کانونو او پټروليم وزارت ته سپارښتنه شوې تر څو ځانونه ډاډه کړي چې د دغه کان له شپږو هغه سيمو څخه چې له مسو څخه غني دي، په منظم او متوازن ډول د مسو استخراج روان دی.
که څه هم پژواک خبري آژانس هڅه وکړه چې د هغه مسايلوپه اړه چې د(( افغانستان د ړونتيا دڅار سازمان )) په راپور کې د عينک د مسو دکان په اړه ذکر شوي دي، د کانونو او پطروليمو وزارت نظر هم ولري، خو ددې وزارت وياند، ونه غوښتل پدې اړه خبرې وکړي.
خو د افغانستان د کانونو يو کارپوه “شجاع زاده” پر دې باور دی چې د عينکو د مسو کان په موضوع کې هم دولت او هم چينايي شرکت دواړه ملامت دي، ځکه د ده په وينا دولت د عينک د مسو کان د سيمې د امنيت په ټينګښت کې کافي اقدامات نه دي کړي او بل لوري ته چينايي شرکت هم نورې غوښتنې لري او څرنګه چې په نړيوال بازار کې هر کال د موادو قيمت زياتېږي، نو غواړي د بهانو په پيدا کولو سره له دغه کان څخه د مسو د را ايستلو چارې وځنډوي.
همدارنګه د لوګر ولايت د معادنو رييس اجمل سهاک د دغو تورونو د ردولو په ترڅ کې چې وايي دوی د عينک د مسو کان د سيمې د اوسېدونکو د حقونو په ساتنه کې سمه هڅه نه کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د دغه کان د کارونو د څېړنې لپاره يو ۱۸ کسيز کمېسيون لري، چې د دې پروژې اړوند ټول مسايل وڅېړي او د کارونو له څرنګوالي څخه اطلاعات ترلاسه کړي.
د يادونې ده چې افغانستان د کانونو په اړه خپل لومړنى لوی قرار داد د لوګر ولايت د عينک په سيمه کې د مسو د کان د را ايستلو په اړه د چين د متالوجۍ او جيانګزي د مسو شرکت په نوم له يوه چينايي شرکت سره د ۲۰۰۸ کال د مې مياشتې په ٢٥ مه لاسليک کړ.
دغه شرکت ژمنه کړې وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په دې برخه کې ۲،۹ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.










