کابل ( ۹ لیندۍ ۹۲ ) : افغانستان د کرکټ د ۲۰۱۴ کال شل اووریز نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د شپاړسو هیوادونو د لوبډلو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وې او نن د ایریلینډ په اتلولۍ او دافغانستان په دویم مقام خپلولو سره پای ته ورسیدې.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لیندۍ په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ایریلینډ لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۲۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري حمزه هوتک ۳، لوبغاړي ، شاه پور ځدران ۲، کریم صادق او دولت ځدران یو یو لوبغاړی وسوځول.
هوتک وویل چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله یاد هدف تراسه نه شو کړای او ټوله لوبډه په شل اوورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې او دغه راز ایریلینډ دا لوبه او داسیالۍ د ۶۸ منډو په توپیر سره وګټلې.
د افغانستان له لوري ګلبدین نایب ۴۳ ، محمد شهزاد ۳۸ او میرویس اشرف ۲۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان ددې سیالیو په ګروپي لوبو کې پخپل ګروپ کې ۶ لوبو ګټلو سره لومړی مقام خپل کړی و، په نیمه پای لوبه کې یې نیپال ته په ماتې ورکولو سره یې پای لوبې ته لاره پیدا کړې وه.
د غوراوي له دې سیالیو څخه دافغانستان او ایریلینډ په ګډون ۶ لوبډلې د ۲۰۱۴ کال شل اووریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د غوراوي به دې سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا او متحده عربي امارات او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.
ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي










