ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

هرات (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې پر موټر د ماين چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او څلور نور ټپيان دي.

 د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي د ليندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د شينډنډ د زيرکو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، د سړک غاړې ماين پر هغه مازدا موټر چاودلى، چې پنځه کارګر يې لېږدول.

 د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور هم پېښه مني او زياتوي، چې د پېښې ټپيان يې نږدې روغتون ته لېږدولي دي.

نوموړي د يوه تن روغتيايي حالت نازک وباله او زياته يې کړه، چې چاودنه د هغو کارګرو پر موټر شوې، چې د يوې شخصي ودانۍ لپاره يې ودانيز توکي لېږدول.

شينډنډ د هرات په نا امنه سيمو کې راځي او له مرکزه شاوخوا ٤٥ کيلومتره لرې ختيځ لور ته موقعيت لري.

 د پېښې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.