ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تذکرو کې د” اسلام “او” افغان “کلمو د ليکلو په پلوي لاريون وشو

هرات( پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٢): هرات ښارکې سلګونه خلکو په برېښنايي تذکروکې د”اسلام “او” افغان ” د کلمو د ليکلو په پلوۍ لاريون وکړ.

لاريون شاوخوا لس بجې د ازادۍ له باغه پيل او يوولس نيمي بجې د امنيتي ځواکونو تر ټينګ امنيت لاندې د امنيت په څلور لارې کې د پرېکړه ليک تر خپرولو وروسته پاى ته ورسېد.

 دغه لاريون د افغان ملت ګوند له لوري تنظيم شوى و.

په هرات کې دافغان ملت ګوند د عامه اړيکو  مسوول عبدالرحمن کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى به په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د نه ليکلو له پرېکړې سره خپل مخالفت ته دوام ورکړي.

 تېره اونۍ مشرانو جرګې پرېکړه وکړه، چې په نويو برېښنايي تذکرو کې به د اسلام او افغان کلمې نه ليکل کيږي.

 په دې لاريون کې په ولسي جرګه کې د هرات ولايت د استازي صالح محمد سلجوقي يادونه هم وشوه، چې د ولسي جرګې د پرېکړې خلاف يې په تذکرو کې د يادو کلمو د نه ليکلو جعلي مکتوب مشرانو جرګې ته استولى و.

لاريون کوونکو د دې موضوع په اړه له سلجوقي غوښتنه کوله، چې له خپل ولسه بښه وغواړي.

  د لاريون يو تن ګډونوال سيف الدين اميني وايي، چې که د دوى غوښتنه ونه منل شي او په برېښنايي تذکرو کې د ” اسلام “او” افغان “کلمې ونه ليکل شي او دغه راز سلجوقي له ولسه بښنه ونه غواړي دوى به مظاهرو ته دوام ورکړي.

 هغه زياتوي:(( موږ په اسلام او افغانيت افتخار کوو،که مو په تذکره کې دا کلمې نه وي ، نو نړۍ ته به بې اعتباره شوو.))

 د لاريون يو بل ګډونوال لونګين وايي، افغانانو د اسلام او افغانيت د ساتلو لپاره درې لسيزې قرباني ورکړې بيا به هم قرباني ورکوي او هيڅکله به له اسلام او افغانيت څخه تېر نه شي.

 د لاريون په پاى کې پنځه ماده ييز پرېکړه ليک ولوستل شو، په پرېکړه ليک کې دا هم راغلي و، چې له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه دې د ملت ګټې په پام کې ونيول شي، نه شخصي   ګټې .

دوه اونۍ مخکې مشورتي لويې جرګې پرېکړه وکړه، چې له امريکا سره امنيتي او دفاعي تړون دې ژر لاسليک شي، خو ولسمشر کرزى وايي، چې تر هغو به دا تړون لاسليک نه کړي ، تر څو د بهرنيو ځواکونو خپلسري عمليات بند نه شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.