منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان ملک اکاډمۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل ( پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان د خيبر پښتونخوا د ملک اکاډمۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د خيبر پښتونخوا د ملک سپورټس لوبډله د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې سره د پنځو دوستانه سياليو ترسره کولو په موخه د جمعې په ورځ ننګرهار ولايت ته رارسېدلې ده.

ددغو پنځو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه نن دليندۍ په ١٦مه، د ننګرهار په غازي امان الله نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د لوبډلې مدير شېراغا همکار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې دملک لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه ، چې د پښتونخوا د ملک اکاډمۍ لوبـډله په ٤٩ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٤ منډې وکړې او افغانستان ته يې د٢٠٥ منډو هدف ورکړ.

دى وايي، چې دافغانستان له لوري فريد ملک ، ضياء الرحمن درې درې او مجتبى دوه لوبغاړي وسوځول.

همکار وويل ، چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په څلوېښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري ناصر جمال ٥٥، امير منګل ٣٥ او مجتبى ٤٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د لوبډلې مدير شېراغا همکار وايي ، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې نړيوال جام ته لاره موندلې او دوى د نړيوال جام لپاره يو لړ تمرينات او دوستانه سيالۍ په لاره اچولې دي.

هغه زياته کړه، چې تېره اونۍ يې په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هېواد د کرکټ الف لوبډلې ته يې هم په دوو لوبو کې ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده، چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام په ٢٠١٤ کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.