منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان له افغانستان څخه د کرکټ شل اووریزه لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل ( پژواک ۱۷ لیندۍ ۹۲ ) : د پاکستان د کرکټ لوبډله له یوې سختې مقابلې وروسته له افغانستان څخه د کرکټ شل اووریزه لوبه وګټله.

دا شل اووریزه نړیواله لوبه د لیندۍ په ۱۷مه، د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک  پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د لوبې پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان  د کرکټ ملي لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ ا ورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۳۸ منډو هدف کیښود.

دی وایي چې دافغانستان له لوري نجیب ځدران ۳۸ ، میرویس اشرف ۲۸ ، سمیع الله شینواری ۱۶، محمد نبي عیسی خیل او اصغر ستانکزی ۱۵، ۱۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري جنید خان  درې او سهیل تنویر دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وایي چې د پاکستان لوبډله له په زړه پورې او سختۍ مقابلې وروسته د وروستي اوور په وروستي توب دا لوبه وګټله.

ده افغانستان له لوري دولت ځدران، سمیع الله شینواری او محمد نبي عیسی خیل یو یو لوبغاړی وسوځول.

د کرکټ د چارو کارپوهان وایي چې  د  افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په څیر یوې پیاوړې لوبډلې پر وړاندې ډیره ښه لوبه وکړه.

د کرکټ د چارو کارپوهه او د لوبه کرکټ کلب مسوول ضراب شاه ظهیر پژواک ته وویل چې دا لوبه تقریباً افغانستان ګټلې وه.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان لومړیو لوبغاړو سمه ونه کړه، که هغوی سمه لوبه کړي وای او ۱۵۰ منډې هدف یې ورکړي وای، نو پاکستان دا لوبه نه شوای ګټلی.

دی وایي چې په ټولیزه توګه ملي لوبډلې د پاکستان پیاوړې لوبډله تر فشار لاندې راوستې وه او نږدې وه چې لوبه یې ترې ګټلي وای.