کابل ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : که څه هم پاکستان پرون له افغانستان څخه د کرکټ شل اووريزه لوبه وګټله، خو د کرکټ لوبې څارونکي او مينه وال د افغان لوبډلې د پرونۍ لوبې ستاينه کوي.
دغه لوبه ، چې پرون د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان پاکستان ته د ګټلو لپاره د ١٣٨ منډو هدف ورکړ، چې پاکستان د وروستي اوور په وروستي بال باندې ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي شعيب اختر ويلي ، چې لوبه پاکستان وګټله، خو د ميليونونو تنو زړونه افغان لوبډلې وګټل .
هغه د پاکستان لوبغاړو ته پيغورونه ورکړي ، چې کمه تجربه لرونکې افغان لوبډلې تر دوى ښه لوبه وکړه، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.
پاکستانيو رسنيو هم د افغانستان او پاکستان پرونۍ لوبه تر ښه پوښښ لاندې راوستې وه او په ځانګړې توګه پاکستانيو تلويزيونونو پرې ډېر بحثونه وکړل.
د پاکستان مشهور تلويزيون جيو د لوبې په پاى کې بيړنى خبر ورکړى، چې پاکستان له افغانستان څخه په ډېر مشکل سره لوبه وګټله.
د انټرنېټ په ټولنيزو ويب پاڼو (فيسبوک او ټويټر) کې هم ګڼو کسانو دافغانستان د پرونۍ لوبې ستاينه کړې ده.
د کرکټ د چارو کارپوهه او ژورنالېست مطيع الله عابد په خپل فيسبوک کې ليکلي : (( په وروستي بال تر ګټلو په نره بايلل زر ځلې تر ګټلو ښه دي.))
هغه زياته کړه ، چې افغانستان بريا ته بيخي نږدې شوى و، خو بخت ورسره ياري ونه کړه او ګټلې لوبه يې له لاسه ووتله.
دکرکټ دلوبې يوتن څارونکى اوکارپوهه بشير احمدګواښ هم له پرونۍ لوبې خوند اخيستى او زياته کړې يې ده، چې افغانانو تر پخوا ښه لوبه وکړه.
هغه په خپل فيسبوک کې ليکلي : ((د پاکستان بالينګ ډېر قوي دی ، خو افغانستان د هغوى سپينران ( سست توپ اچوونکي) ډېر ښه ولوبول او ښه منډې يې پرې جوړې کړې.))
ګواښ ويلي ، چې که افغانستان ١٥ يا ٢٠ زياتې منډې کړې واى، نو د ګټلو چانس يې ډېر و.
نوموړى وايي ، کله چې يو لوبغاړى يې غټ شاټونه وهي، نو بل ملګرى لوبغاړى ورته وړې وړې سينګلې، يو او دوه اخلي او لوبه په ښه توګه روانه سي.
خو هغه زياته کړې ، چې د افغانستان په لوبډله کې له لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل پرته نور لوبغاړي دغه کار نه ترسره کوي.
د جعفر خان په نامه د کرکټ يوه مينه وال په خپل فيسبوک کې ليکلي : (( د افغانستان پرونۍ لوبه په هېواد کې دننه له هېواده بهر ښه وستايل شوه، له دې ښکاري چې ددې لوبې اصلي ګټونکي افغانان دي. ))
د کرکټ مشهورې ويبپاڼې (کرک انفو) د پرونۍ لوبې په اړه خپل راپور کې ليکلي، چې که څه هم د افغانستان له خوا ورکړل شوى هدف دومره زيات نه و، خو دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله سيالي تر وروستۍ باله پورې وغځېده.
سرچينې زياته کړې ، چې د افغان لوبغاړو په خپل ځان باور او اعتماد زياتو شوى او له همدې امله دواړو نړيوالو جامونو ته يې هم لاره پيدا کړې ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نبي عيسى خېل تر لوبې وروسته وويل، چې لوبغاړو يې ښه لوبه وکړه ، خو زياته يې کړه چې دوى بايد ٢٠ منډې زياتې کړې واى.
هغه زياته کړه ، چې د لوبې په پيل کې ددوو لوبغاړو سوځېدلو سره ددوى د منډو د کمېدو لامل شو.
د ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي حميد حسن په خپل فيسبوک کې ليکلي : (( تېره شپه زموږ لوبغاړو ډيره ښه لوبه وکړه او تر اخره يې مقاومت وکړ، خو بخت ياري ونه کړه، بيا به هم موږ نه ناهيلي کېږو، ځکه چی پاکستانۍ لوبډله د لسګونو کلونو تجربې او امکانات لري ، خو بيا يې هم راڅخه په اسانه ونه ګټله.))
د کرکټ يوه بل مينه وال سعيد زابلي په خپل فيـسبوک کې ليکلي : (( بېګانۍ لوبې بيخي خوب رانه يووړ، ولې مو ونه ګټله، دې پوښتنې ته مې ځواب هم نه درلود، ځكه كركټ كوونكى نه وم، چې دلايل مې لټولي واى زه يې مينه وال يې يم، د خپل وطن لوبډله مې ده ، خوند راكوي د هرې لوبې ليدلو ته يې بې صبره انتظار باسم، خو بېګانۍ لوبه سره له دې چې ومو بايلله، خو د داسې حريف په وړاندې چې په نړۍ واله كچه په كركټ كې نوم لري،دغسې زړوره او اوږه په اوږه لوبه ورسره كول راته دا ډاډ راكړ، چې ياره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۴ كې به پيپټي او ټونټي كې انشاالله د پام وړ لوبډله يو، كه د خداى كرم و خالي منګولې به نه پات کيږو.))










