کابل ( پژواک ۱۹ لیندۍ ۹۲ ) دافغانستان او ایرلینډ ترمنځ د انټرکانټنینټال یا لویو وچو جام سیالیو پای لوبه د لیندۍ په ۱۹مه، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې پیل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې پنځه ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دلومړی بالینګ کولو پریکړه یې وکړه.
هغه زیاته کړه چې دافغانستان د توپ اچوونکو د په زړه پورې لوبې له امله د ایرلینډ لوبغاړو ونه شو کولی چې په ازاده توګه منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله یې په خپل لومړي وار (اننګز) کې په ۶۱ اورونو کې په ۱۸۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري دولت ځدران او رحمت شاه د ایرلینډ څلور ، څلور لوبغاړي، عزت الله دولتزی او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی وسوځول.
هوتک وایي چې د افغانستان لوبډلې پخپل لومړي وار کې ډیره ښه لوبه پیل کړه، خو په ۲۹ منډو لومړی نوروز منګل بیا په ۵۴ منډو شبیر نوري او په ۵۹ منډو شهزاد محمدي هم وسوځید.
د نوموړي په وینا، د دې پنځه ورځنۍ لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې دافغانستان لوبډله په ۳۰ اورونو کې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ۸۱ منډې جوړې کړې، رحمت شاه په ۱۲ منډو او اصغر ستانکزی په ۱۱ منډو ولاړ دي.
افغانستان اوس هم له ایرلینډ څخه ۱۰۶ منډې شاته دی خو اوه لوبغاړي یې ناسوځیدلي پاتې دي.
د انټرکانټنینټال کپ سیالیو د قانون له مخې کومه لوبډله چې په لومړي وار کې زیاتې منډې وکړې، نو هغه ته شپږ نومرې ورکول کیږي او که چیرې وګټي نو ۲۰ نومرې، خو دا چې دا پای لوبه ده، نو ددې لوبې ګټونکې لوبډله ددې سیالیو اتل کیږي، او که چیرې لوبه مساوي پای ته ورسیده، نو د لومړي اننګز ګټونکې لوبډله اتله اعلانیږي.
افغانستان دوه کاله مخکې د لویو وچو جام سیالیو اتلولې خپله کړې وه او دا ځل له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
دو میاشتې مخکې افغانستان کینیا ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړې وه.
دافغانستان او کینیا ترمنځ ددې څلور ورځنۍ لوبې پای ته رسیدو سره سم د لویو وچو یا انټرکانټنینټال جام ګروپي سیالۍ هم پاې رسیدلې
ایرلینډ ۱۱۴ نومرو لومړی مقام او افغانستان ۱۰۴ نومرو ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل او ددې سیالیو پای لوبې ته یې لاره پیدا کړې وه.
د کرکټ د لویو وچو جام په سیالیو کې ایرلینډ، افغانستان، سکاټلینډ، هالنډ ، کاناډا، متحده عربي امارات، نمیبيا، او کینیا لوبډلو برخه اخیستې وه.










