کندهار (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که څه هم سږ کال د انارو حاصلات ښه نه وو، خو د تېر کال په پرتله په ډېره کچه بهر ته صادر شوي دي.
د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال د ١٥٦٤٤٥٠ امريکايي ډالرو په ارزښت ٦٣٩٨،٩٠ ټنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله ډېر دي.
هغه زياته کړه، تېر کال له کندهار څخه د ٨٧٧ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ٤٦٦٢ ټنه انار بهر ته صادر شوي وو.
د نوموړي په وينا، که څه هم سږ کال د انارو حاصلات ښه نه وو، خو بيا يې هم د تېر کال په پرتله صادرات ښه وو، ځکه تېر کال يواځې هندوستان ته صادر شوي وو، خو سږ کال د هندوستان تر څنګ پاکستان ته هم ډېر صادر شول.
ده وويل: ((سږ کال د انارو د حاصلاتو د موسم په پيل کې هوا يخه شوه او انارو ته يې د شفتې ناروغي پېښه کړه، وروسته بيا په منځ کې باران وشو، چې له امله يې ډېر انار وچاودېدل او خراب شول.))
بينا زياته کړه، د دې تر څنګ هغه مهال چې د انارو حاصلات تازه پيل شوي وو، پاکستان په سپين بولدک کې ګډه پوله وتړله، چې له دې امله هم په لسګونو موټرونو کې بار انار خراب شول او سوداګرو ته يې دروند زيان واړاوه.
د سوداګرۍ خونې مرستيال له راجستر شوو انارو پرته په غير راجستر توګه د صادرو شوو انارو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې شاوخوا ٢٤ زره ټنه نور انار د هېواد په داخل کې نورو ولايتونو او پاکستان ته هم وړل شوي دي.
خو هغه په ناراجستر شوې توګه د صادرو شوو انارو د بيې په اړه معلومات ور نه کړل.
بينا وايي، دا چې افغانستان بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو لاره نه لري، نو ډېر خلک په غير رسمي توګه انار پاکستان ته وړي دي.
هغه زياته کړه، اوسمهال د انارو د حاصلاتو وخت پاى ته رسېدلى او يوازې هغه انار بازار ته وړاندې کېږي، چې خلکو په خپلو ذخيرو کې ساتلي وي.
د سوداګرۍ خونې مرستيال وايي ، سږ کال ګڼ شمېر سوداګرو هڅه وکړه، چې د ايران له لارې متحده عربي اماراتو ته هم انار صادر کړي، چې ډېره کمه اندازه (٢٠ ټنه) وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، ايران هم ډېر مهال د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړوي، خو که هغوى افغان سوداګر پرېږدي، چې خپل صادرات د هغوى د هېواد د ځمکې له لارې عربي هېوادونو او نورو اروپايي هېوادونو ته ولېږدوي، نو دا به سوداګرۍ په برخه کې يو برياليتوب وي، ځکه اوسمهال افغان سوداګر د اسانتيا نه لري، چې د هوا له لارې صادرات وکړي.
د سوداګرۍ خونې مرستيال وايي، چې د ولايت مقام او د مرکز له لارې يې په وار وار هڅه کړې تر څو سوداګرو ته د هوا له لارې د مېوو او نورو توکو د صادرولو اسانتياوې برابرې کړي، خو تر اوسه يې کومه ګټه نه ده کړې.
دى وايي، په دې برخه کې يې ډېره تمه هندوستان هېواد ته ده او څه موده وړاندې يې په افغانستان کې د دغه هېواد له سفير سره هم کتلي، چې که هغوى د خپلو کارګو الوتکو له لارې مېوه هندوستان ته انتقال کړي، نو دا به د سوداګرۍ په وده کې مهم ګام وي.
د سوداګرۍ خونې رئيس حاجي نصر الله زهير وايي، چې حکومت د انارو او نورو مېوو د حاصلاتو او صادراتو د ودې لپاره ډېر څه کولاى شي، خو د هغوى نه پاملرنې له امله هم باغ لرونکي او هم سوداګر له ستونزو سره مخ دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، حکومت تر اوسه نه دى توانېدلى چې مېوو ته نړيوال بازار پيدا کړي، تر څو باغ لرونکي او سوداګر ډېره ګټه تر لاسه کړي او ورسره ټوليز اقتصادي حالت په پښو ودرېږي.
دى وايي: (( په افغانستان کې کارګو الوتکې نشته، چې له لارې يې مېوې بهر ته ولېږدول شي، خو پاکستان دغه اسانتيا لري، ځکه زموږ مېوې په خپل نوم بهر ته لېږي، آن هندوستان هم دا کار کوي، هغوى زموږ کشمش، انځر، ابجوشې، کشته او نوره مېوه په خپل نوم بهر ته صادروي.))
د کندهار د لندې مېوې سوداګر له دولت څخه غوښتنه کوي، بهر ته د مېوو د صادراتو په برخه کې مرسته وکړي، تر څو هغوى د صادراتو لپاره ثابته لار ولري او له ستونزو خلاص شي.
د عزيز احمد په نوم د لندې مېوې يو سوداګر وايي، چې که حکومت ورسره همکاري وکړي، نو د ايران د چابهار بندر بهر ته د صادراتو ښه لاره ده.
د هغه په وينا، له دغې ځمکنۍ لارې سوداګر کولاى شي مېوې او نور توکي تر بهرنيو هېوادونو په اسانه ورسوي.
بلخوا د کندهار ولايت باغ لرونکي هم وايي، چې سږ کال يې د انارو حاصلات ښه نه وو، خو غوښتنه کوي چې دولت دې ورسره مرسته وکړي.
د ارغنداب د منارې کلي يوه باغ لرونکي عصمت الله پژواک اژانس ته وويل، که حکومت د مېوو د حاصلاتو د ښه والي تر څنګ ورسره په ولسواليو کې د سړو خونو د جوړولو او بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي، نو د خلکو اقتصادي وضعيت به ډېر ښه شي.
د کندهار د کرنې رياست مسوولين وايي، چې د خرابو شرايطو له امله نه شي کولاى خپل کارکوونکي ولسواليو ته ولېږي، خو باغ لرونکو او کروندګرو ته يې د امراضو د مخنوي او د حاصلاتو د ودې په برخه کې مشورې ورکړې دي.
د يادونې ده، چې اوسمهال په کندهار کې د منځنۍ کچې د انارو د يوه من (٤،٥) کيلوګرامه بيه له ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ افغانيو پورې ده.
د انارو پلورونکي وايي، چې د حاصلاتو د کموالي او بهر ته د ډېرو انارو د صادرېدو له امله سږ کال په کور دننه د انارو بيه لوړه وه.