منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

ايرلينډ افغانستان ته د لويو وچو جام ګټلو لپاره د ٣٤٦ منډو هدف ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل ( پژواک ٢١ ليندۍ ۹۲ ) ايرلينډ د انټرکانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو په پای لوبه کې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ٣٤٦ منډو هدف اېښى دى، خو دافغانستان لوبـډله دپنځو لوبغاړو سوځېدو سره له ستونزو سره مخ ده.

دا پنځه ورځنۍ لوبه د ليندۍ په ١٩مه، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې پيل شوې ده.

ددې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه کړې وه، د ايرلينډ لوبډلې پخپل لومړي وار (اننګز) کې ١٨٧ منډې جوړې کړې ، خو افغانستان دغه هدف ته ونه رسېد او ټوله لوبډله په ١٨٢ منډو وسوځېدله.

د ايرلينډ لوبـډله په دويم وار کې ډېره ښه وځلېده او د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ٣٤١ منډې جوړې کړې.   د افغانستان له لوري محمد نبي ٤، ميرويس اشرف، دولت ځدران او رحمت شاه د ايرلينډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ايرلينډ په لومړي وار کې تر افغانستان پنځه منډې زياتې کړې وې او ددويم وار له منډو سره يو ځاى يې افغانستان ته د ګټلو لپاره يې د ٣٤٦ منډو هدف کېښود.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ددريمې ورځې تر پايه پورې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ١٤٠ منډې جوړې کړې او پنځه لوبغاړي يې سوځيدلي دي.

د هغه په وينا، د افغانستان له لوري شبير نوري په ٨، نوروز منګل په ٢٣، محمد شهزاد په ٣٩، اصغر ستانکزى په ٢ او افسر ځا‌ځى په صفر منډو وسوځېدل.

افغان لوبډل مشر محمد نبي په ٢٥ او رحمت شاه په ٣٥ ولاړ دي، افغانستان ته په راتلونکو دوو ورځو کې د لوبې د ګټلو او له خپلې اتلولۍ څخه ددفاع لپاره ٢١١ منډې پکار دي، خو يواځې پنځه لوبغاړي يې پاتې دي.

افغانستان دوه کاله مخکې د لويو وچو جام سياليو اتلولې خپله کړې وه او دا ځل له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.  

دوه  مياشتې مخکې افغانستان کينيا ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو پای لوبې ته لاره پېدا کړې وه.

د کرکټ د لويو وچو جام په سياليو کې ايرلینډ، افغانستان، سکاټلينډ، هالنډ ، کاناډا، متحده عربي امارات، نميبيا، او کينيا لوبډلو برخه اخیستې وه.