کابل ( پژواک ۲۱ ليندۍ ٩٢ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان د خيبر پښتونخوا د ملک اکاډمۍ لوبډلې ته دویمه ماتې ورکړه.
د خيبر پښتونخوا د ملک سپورټس لوبډله د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې سره د پنځو دوستانه سياليو ترسره کولو په موخه تیره اونۍ ننګرهار ولايت ته راغلې ده.
ددغو پنځو يو ورځنيو سياليو څلورمه لوبه نن دليندۍ په ۲۱ مه، د ننګرهار په غازي امان الله نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د لوبډلې مدير شېراغا همکار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله، او لومړی یې د توپ وهلو پریکړه وکړه.
هغه زياته کړه ، چې د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۶ منډې جوړې کړې او ملک لوبډلې ته یې د ۲۲۷ منډو هدف کیښود.
د افغانستان له لوري شاهدالله ۶۲، یونس خان احمدزي ۴۴ او منیر احمد ۳۳ منډې جوړې کړې، د ملک لوبډلې له لوري سعید افریدي ۶ لوبغاړي وسوځول.
همکار وویل د پښتونخوا د ملک اکاډمۍ لوبـډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۸ اورونو کې په ۱۹ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۷ منډو په توپیر سره وګټله.
دى وايي، چې دافغانستان له لوري ضیاالرحمن ۳ ، فريد ملک ، عبدالله عادل او ظاهر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دیادونې وړ ده چې ددې سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دویمه او دریمه لوبه د ملک اکاډمۍ لوبډلې ګټلې وه، خو څلورمه لوبه هم افغانستان وګټله، ددې سیالیو پای لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د لوبډلې مدير شېراغا همکار وايي ، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې نړيوال جام ته لاره موندلې او دوى د نړيوال جام لپاره يو لړ تمرينات او دوستانه سيالۍ په لاره اچولې دي.
هغه زياته کړه، چې تېره اونۍ يې په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هېواد د کرکټ الف لوبډلې ته يې هم په دوو لوبو کې ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده، چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام په ٢٠١٤ کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.










