ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېلو پېښو کې اتو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

بېلابېلو پېښو کې اتو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Dec 2013 - 19:14
بېلابېلو پېښو کې اتو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Dec 2013 - 19:14

هرات ښار (پژواک٢٤ليندۍ٩٢): په هرات او بادغيس ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ٨ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات د اوبۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شېراغا الکوزي د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر ناوخته په دغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه سرتېري پر خپلو ملګرو ډزې کړي، چې له امله يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د ده په خبره، کېداى شي  ددغه کار لامل لفظي شخړه وي.

الکوزي وويل، چې ډزې کوونکى د پېښې له ځايه په تېښته بريالى شوى دى.

له بلې خوا د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور وايي، چې نن ماسپښين مهال د دې ولسوالۍ د پوليسو ترمنځ د خپلمنځۍ شخړې له امله يوه افسر يو پوليس پر ډزو وژلى دى.

نوموړي په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

خو يوه بل امنيتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د بريدکوونکي پوليس په ډزو کې دوه نور پوليس هم ټپيان شوي دي.

هغه ونه ويل چې بريدکوونکى پوليس نيول شوى که څنګه.

د يو بل خبر له مخې، د ملي اردو هغه سرتېري د بادغيس روغتون کې نن ساه ورکړې، چې تېره ورځ د بالامرغاب موريچاق بازار کې ناپېژاندو وسله والو پر ډزو ټپي کړى و .

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال نن پژواک ته وويل، چې دغه سرتېري تېره ورځ د بالامرغاب ولسوالۍ په مورپچاق ښار کې د سودا اخيستو پر وخت د ناپېژاندو وسله والو تر بريد لاندې راغى.

ميرزکوال وويل، چې د پېښې عامل د ښار په ګڼه ګوڼه کې ځان ورک کړى دى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.