کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢) د استخراجي کانونو کارپوهان په دې اند دي، چې افغانستان د سيمې په کچه د ډبرو سکرو تر ټولو ډېرې زېرمې لري، خو د دولتي چارواکو کمه پاملرنه او پرې کار نه کول، د دې لامل شوي، چې د ډبرو سکاره په خپلسري، غيرفني او د زېرمو له تثبيت پرته استخراج شي، چې په دې برخه کې ډېرې ستونزې راولاړوي.
په افغانستان کې د ډبرو سکرو کانونه په بېلابېلو طبقو کې د کمربند په بڼه د هندوکش د غرونو په لړۍ کې تر خاورينو غونډيو لاندې موندل کېږي، چې له بدخشان ولايت څخه پيل او تر تخار، بغلان، سمنګان او سرپل ولايتونو پورې رسيږي او په هرات ولايت کې پاى ته رسيږي.
د کابل د پولي تکنيک پوهنتون د جيولوژي او کانونو په پوهنځي کې د ګټورو کاني توکو د استخراج څانګې امر ډاکټر مير فخرالدين وايي، چې په افغانستان کې له سياسي تحول او له ١٣٧١ لمريز کال څخه وړاندې د جيولوژي تر سره شوې سروې څرګنده کړې وه، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو زېرمې ١٢٤ ميليون ټنو ته رسيږي.
ډاکټر ميرفخرالدين له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، په هېواد کې له سياسي بدلونونو او د فضايي سروې په پايله کې، چې امريکا په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د افغانستان تر ځمکې لاندې کانونو په اړه تر سره کړه، په هېواد کې د ډبرو سکرو ټولې زېرمې له يو ميليون ټن څخه زياتې بللې وې، خو د هغه په وينا، چې ياده سروې هم بشپړه نه ده او شونې ده، چې د دغو زېرمو کچه له دې څخه هم زياته وي.
د جيولوژي او کانونو د چارو کارپوهانو په ټوله کې په افغانستان کې د ډبرو سکاره زېرمې د ډبرو سکرو په پنځو لويو زېرمو وېشلي، چې د پلخمري، سيغان، اشپشته، دره صوف، نارينچال، د نمک اب او سبزک هرات حوزې دي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ډبرو سکرو يوولس کانونه په خپله لمن کې رانغاړي.
د ډاکټر مير فخرالدين په وينا، په افغانستان کې د ډبرو سکرو تر ټولو لويه زېرمه د دره صوف د حوزې د ډبرو سکرو زېرمه ده، چې د هېواد د سکرو اتيا سلنه له دغه معدن څخه تر لاسه کېږي.
له کانونو څخه د ډبرو سکرو استخراج په افغانستان کې له کورنيو جګړو وړاندې پيل شوى و، چې د ځينو سرچينو په وينا، له کورنيو جګړو وړاندې د کرکر، دودکش، دره صوف او سبزک کانونو استخراج په فني ډول تر سره کېده، چې هندي او چکي کارپوهانو په دې برخه کې له افغان ډلو سره مرسته کوله.
خو د کانونو د ډېرو کارپوهانو په نظر، په افغانستان کې له کورنيو جګړو وروسته،په غيرقانوني ډول د کانونو استخراج پيل شو او دغه کار نه يواځې دا چې د ډبرو سکرو غيرفني ډول استخراج ته زمينه برابره کړه، بلکې ډېرى وخت يې د استخراج پر مهال کارکوونکي ژوند له لاسه ورکوي.
ډاکټر مير فخرالدين وويل، په غيرفني او له پلان پرته د ډبرو سکرو را ايستل، د دغو کانونو لپاره له ځانګړي پلان پرته ډېرې ناوړه پايلې لري، چې يوه ښه بېلګه يې په بغلان ولايت کې د کرکر د ډبرو سکرو په کان کې چاودنه وه.
د يادولو ده، د هغې چاودنې له امله، چې د سمنګانو ولايت په روى دواب ولسوالۍ کې د ابخورک ډبرو سکرو په کان کې د روان کال د وږي مياشتې په ٢٣ مه نېټه رامنځ ته شوه، په ترڅ کې يې ٢٣ تنه مړه او له سلو زيات پکې ټپيان شول.
د افغانستان د کانونو او پټروليمو وزارت هغه مهال ويلي و، چې دغه پېښه د وسله والو له لوري په دغه کان کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، خو د څار او څېړنو ځينې ډلې او د سيمې اوسېدونکي په دې نظر و، چې دغه پېښه د کان په دننه کې د ګاز د تراکم له امله رامنځ ته شوې ده.
د روڼتيا د څار سازمان اړونده د څېړنيز ټيم يوه غړي جاوېد نوراني هغه مهال ويلي و: د هغې څېړنې پايلې، چې موږ درلودې داسې څرګندوي، چې دغه چاودنه د ميتان ګاز د تراکم له امله رامنځ ته شوې، ځکه سلنه يې لوړه شوې وه او کارکوونکي د دې پر ځاى، چې ياد کان ته اته کسان ورشي، پنځوس کسان به ورننوتل، چې دغه کار د قانون خلاف دى.
دغه څېړنيز ټيم هماغه مهال په دې اړه د جدي څېړنې ترڅنګ، له محکمې څخه د خپلو ټولو غړو په ګډون د شمال د ډبرو سکرو د مشر د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
ډاکټر ميرفخرالدين په دې نظر هم دى، چې د ابخورک د ډبرو سکرو کان د ايستنې پر مهال د ګازو د لوړېدو درجه په کره ډول نه وه ثابته شوې، چې په دې کې څومره او کومه کټګوري شتون لري او بايد د را ايستلو پروسه يې، څنګه پر مخ يوړل شي.
ډاکټر ميرفخرالدين په دې باور دى، چې اوسمهال د افغانستان د ډبرو سکرو کانونو په خپلسري ډول استخراج کې، د کان عمر په نظر کې نه نيول کېږي، په داسې حال کې ټول کانونه په بشپړه طرحه ويستل شي او په کانونو کې کيندنه بايد د يوې سمې نقشې او د استخراج وړ کاني مواد موقعيت کې تر سره شي.
دغه راز دکانونو مسايلو کارپوه محمد داود شجاع زاده هم په خپلسري ډول د ډبرو سکرو کانونو د استخراج په هکله د ځينو عمده زيانونو په اړه معلومات ورکړل او په دې باور دى، چې د کانونو په استخراج کې نړيوال سټنډرډ او نورمونه په نظر کې نه نيول کېږي.
شجاع زاده له پژواک اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې د ډبرو سکرو د کانونو او تر ځمکې لاندې د نورو ډېرو کانونو په خپلسر راسپړل، پر دې سربېره چې په دې اړوند له نړيوالو سټنډرډونو او نورمونو محروم دي، د دې لامل هم کېږي، چې استخراج کوونکي تنکي ځوانان او حتى واړه ماشومان د کار لپاره استخدام کړي، چې له همدې امله دغه ځوانان او ماشومان له بېلابېلو ناروغيو سره مخ کېږي.
همدارنګه د افغانستان د روڼتيا د څار په سازمان کې د استخراجي صنايعو محقق جاويد نوراني، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د ډبرو سکرو د استخراج په اړه ډېرې څېړنې کړي په دې باور دى، چې يوه ځانګړې ډله په خپلسر د کانونو له استخراج څخه ګټه پورته کوي، په داسې حال کې، چې نور خلک له دې څخه محروم دي.
نوراني له پژواک سره په خبرو کې څرګنده کړه، د افغانستان کانونه که هغه هر څه وي، په ټول ملت پورې اړوند دي او د خلکو ملي سرمايه ګڼل کېږي او دا چې له دې څخه يوه ډله ګټه پورته کوي، نو کورنيو جګړو ته هم لمن وهلى شي.
نوراني د هغو څېړنو له مخې، چې نوموړي تر سره کړي په دې باور دى، چې يواځې په سمنګانو ولايت کې په غيرقانوني ډول د ډبرو سکرو ٣٧٠ يا ٣٧٥ ځايونه شتون لري، چې مافيايي ډلې ترې ګټه پورته کوي او د ده په وينا، چې دولت له دې څخه ښه خبر دى، خو نه غواړي او يا هم نه شي کولى، چې د دې مخه ونيسي.
پژواک اژانس هڅه وکړه، چې د ډبرو سکرو د زېرمو، په دې برخه کې د تر سره شويو تړونونو، خپلسرو را ايستنې، د زيانونو او اثراتو په اړه د افغانستان د کانونو او پټروليمو وزارت نظر هم واخلي، خو له څو ځلې اړيکې او برېښناليکونوليږلو سره سره يې هم د دغه وزارت نظر تر لاسه نه کړ.










