کابل ( پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٢ ) : د سريلانکا د کرکټ اداره افغانستان سره د کرکټ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو کچو د لوبو ترسره کولو هوکړه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا هوکړه دافغانستان کرکټ بورډ د اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او سريلانکا کرکټ ادارې ترمنځ د ليدنو پر مهال شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې ډاکټر نور محمد مراد د کرکټ بورډ له مرستيال دوست محمد نظري سره سريلانکا ته تللى و او پرون بېرته راغلى دى.
د نوموړي په وينا، ددې سفر پر مهال افغان پلاوي د سريلانکا کرکټ ادارې له اجرائيوي رييس اشلې ډيسلوا او سکرټر جنرال نشانتاراناټونګا، عملياتي مسوول او د روزونکو د څانګې مشر جرم سره وليدل.
هوتک وويل ، چې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د سريلانکا د کرکټ له مسوولينو سره خپل پرمختايي پلانونه شريک کړل او هغوى ته يې دافغانستان د کورني او نړيوال کرکټ په اړه معلومات ورکړل.
دى وايي، چې ددې ليدنو پر مهال د سريلانکا کرکټ ادارې له لوري د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو تود هرکلی وشو او د افغانستان د کرکټ پرمخ تلونکي بهير څخه يې ستاينه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي، چې دغې ليدنې ډېرې مثبتې پايلې درلودلې او دواړه لوري د يو شمېر موضوعاتو په اړه لفظي هوکړې ته ورسېدل، چې تر خبرو اترو وروسته به ورته ليکلې بڼه ورکړل شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې هوکړو کې د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې ددواړو هېوادونو د ملي ، الف او ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ د يو شمېر سياليو په لاره اچول، د سريلانکا په کورنيو سياليو کې دافغانستان د الف لوبډلې ګډون او د همدې کال په اوږدو کې دسريلانکا د الف لوبډلې افغانستان ته د سياليو لپاره راتګ شامل دى.
د نوموړي په وينا، د سريلانکا د کرکټ اداره به دغه راز د بازارموندنې او د سياليو مسوولينو لپاره د وړتيا لوړولو د روزنې په برخه کې همکاري کوي.
دغه راز ډاکټر مراد وويل ، چې د سريلانکا د کرکټ ادارې داهوکړه هم وکړه، چې په راتلونکي کال کې به افغان لوبغاړو ته د توپ وهنې او توپ راټولونې (فيلډنګ) په برخوکې هم روزنه ورکړي .










