ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينډنډ امنيه قوماندان له چاودنې روغ ووت

د شينډنډ امنيه قوماندان له چاودنې روغ ووت

author avatar
22 Dec 2013 - 14:53
د شينډنډ امنيه قوماندان له چاودنې روغ ووت
author avatar
22 Dec 2013 - 14:53

هرات ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوې چاودنې روغ ووت.

د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم نورزي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې پر دوى شوې چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله رامنځته شوې، خو دى او ملګري يې ترې روغ وتلي دي.

نورزي وويل، چې له خپلو پوليسو سره د شينډنډ ولسوالۍ بازار ته په ګزمه وتلى و، چې ياده چاودنه رامنځته شوه.

د شينډنډ امنيه قوماندان د دې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د هرات پوليسو نن سهار د موټرو درې غله نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف تاج پژواک ته وويل، چې نيول شوي کسان له ډېرې مودې راهيسې تر تعقيب لاندې وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.