کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د ١٩ کلنو د کرکټ ملي لوبـډلې د هېواد د کرکټ الف لوبـډلې ته په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه.
د دواړو لوبـډلو تر منځ د تمريني درېيو لوبو لړۍ د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د دويمې لوبې پچه د ١٩ کلنو لوبـډلې وګټله او لومړۍ يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د ١٩ کلنو لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٦ منډې جوړې کړې او الف لوبډلې ته يې د ٢٦٧ منډو هدف وټاکه.
هوتک وويل، چې د ١٩ کلنو لوبـډلې له لوري يونس خان احمدزي ١٠٣، ناصر جمال ٦٦ او شاهدالله ٣٢ منډې جوړې کړې.
د الف لوبډلې له لوري شبير نوري څلور او افتاب عالم درې لوبغاړي وسوځول.
د هېواد الف لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٦١ منډو وسوځېده او دغه راز د ١٩ کلنو لوبډلې د ا لوبه د ٥ منډو په توپير سره وګټله.
هوتک زياتوي، چې د الف لوبډلې له لوري جاوېد احمد په زړه پورې لوبه وکړه او ١٣٣ منډې يې جوړې کړې، د ١٩ کلنو له لوري شرف الدين پنځه او ضياء الرحمن دوه لوبغاړي وسوځول.
د دې تمريناتي سياليو لومړۍ لوبه هم د ١٩ کلنو لوبډلې ګټلې وه.










