منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د تاجکستان د کرکټ ملي لوبډله افغانستان ته راځي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): د تاجکستان د کرکټ ملي لوبـډله د روانې اونۍ په اوږدو کې افغانستان ته د يو لړ سياليو په موخه سفر کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه څه موده مخکې د افغانستان او تاجکستان د کرکټ ادارو تر منځ يو هوکړه ليک لاسليک شوى و.

هغه زياته کړه، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به افغانستان د تاجکستان له کرکټ ادارې سره د تخنيکي مرستو ترڅنګ د دغه هېواد له لوبـډلې سره لوبې هم ترسره کړي.

نوموړي وويل، چې د تاجکستان ملي لوبډله به د افغانستان له الف لوبـډلې سره دوه يوه ورځنۍ او يوه شل اووريزه لوبه ترسره کړي.

 د هوتک په وينا، دا لوبې به د مرغومي په ٦مه پيل شي، د مرغومي په اتمه به دويمه يوه ورځنۍ او په لسمه به شل اووريزه لوبه ترسره شي.

د کرکټ بورډ وياند وايي، چې دا لوبې به د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.

د ا فغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد هېواد ته د تاجکستان د کرکـټ د ملي لوبډلې راتګ يو مهم  پرمختګ بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دا د کوم هېواد لومړۍ ملي لوبـډله ده، چې افغانستان ته  د لوبو لپاره راځي.

ډاکټر مراد وايي، چې په افغانستان کې کرکټ ډېر پرمختګ کړى،ګڼ شمېر ميدانونه او اکاډمۍ يې جوړې کړې او کورني کرکټ هم ډېره وده کړې ده.

د کرکټ د چارو يوه کارپوه او د لوبه کرکټ کلب (اېل سي سي) مسوول ضراب شاه ظهير هم د تاجکستان د کرکټ د ملي لوبډلې راتګ يو ښه پرمختګ يادوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې پاکستان په کرکټ کې ډېر پرمختګونه کړي، خو بهرني هېوادونه د نا امنيو له وېرې دغه هېواد ته سفر نه کوي.

نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ ستاينه وکړه، چې د کرکټ له غړيتوب لرونکو هېوادونو سره يې ښې اړيکې جوړې کړې او له هغوى سره يې د لوبو زمينه برابره کړې ده.