کابل ( پژواک ٢ مرغومى ٩٢ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبـډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ملي لوبـډله کې ١٤ لوبغاړي، دوه روزونکي يو مدير او يو ډاکټر شامل دي.
هغه زياته کړه، چې د١٩ کلنو لوبـډلې د اسيا جام سيالۍ د مرغومي په اتمه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي او يوه اونۍ به ادامه کوي.
هوتک وويل ، په دې سياليو کې د اسيا اته غوره لوبډلې برخه اخلي، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي، په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نيپال او متحده عربي مارات او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش ، سريلانکا او د ماليزيا لوبـډلې ګډون لري.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې افغانستان به د مرغومي په اومه خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا، دويمه د مرغومي په اتمه له بنګله دېش درېيمه لوبه دمرغومي په لسمه له ماليزيا سره ترسره کوي.
ددې سياليو پاى لوبه به د مرغومي په ١٤مه، ترسره شي.
د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې روزونکي حاجي ولي امين پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په تياريو او تمريناتو بوخت دي.
هغه زياته کړه ، چې ددې تياريو او تمريناتو پر مهال دوى د کرکټ په ټولو برخو کې لوبغاړو ته روزنه ورکړې او هيله يې څرګنده کړه، چې په اسيايي سياليو کې ښه نتيجه ترلاسه کړي.
د ١٩ کلنو لوبـډلې کپتان ناصر جمال اماراتو ته له روانېدو مخکې پژواک اژانس ته وويل، چې د تمريناتو ترڅنګ د پاکستان د ملک اکاډمۍ لوبـډلې او د هېواد الف لوبـډلې سره يې تمريناتي سيالۍ ترسره کړې دي.
د نوموړي په وينا، د ١٩ کلنو لوبغاړو په دې لوبو کې يې ښې تجربې ترلاسه کړې دي او پياوړي لوبغاړي د لوبډلې لپاره ټاکل شوي دي.
د يادونې ده ، دا دويم ځل دى چې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.










