ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه دولتي مامورين د فساد په تور نيول شوي

لسګونه دولتي مامورين د فساد په تور نيول شوي

author avatar
23 Dec 2013 - 12:03
لسګونه دولتي مامورين د فساد په تور نيول شوي
author avatar
23 Dec 2013 - 12:03

هرات (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): په لوېديـځ زون کې له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مسوولين وايي ، چې د روان کال په اوږدو کې يې لسګونه دولتي مامورين د اختلاس او اداري فساد په تور نيولي دي.

په لوېديځ زون کې د يادې ادارې مسوول محمد طاهر عنبري د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زون په کچه د څار چارې له نورو اړوندو دولتي ادارو سره په ښې همغږۍ روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د روان کال په اوږدو کې يې د ۲۲ قضيو په ترکيب کې لسګونه حکومتي مامورين د فساد، بډو، اختلاس او له دندې د ناوړې ګټې اخيستنې په تور په مستند ډول نيولي دي.

دى وايي، چې په نيول شوو کسانو کې د هرات د څلور ولسواليو سربېره د فراه، غور، بادغيس او نيمروز ولايتونو اړوند د ترافيک، ګمرک، مستوفيت، ښارواليو، فوايد عامې، حج اوقاف او ځينو نورو ارګانونو مامورين شامل دي.

د عنبري په وينا، د نيول شوو مامورينو دوسيې پر خپل وخت عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.

د فساد پر ضد د مبارزې د يادې دولتي ادارې مسوول په يادو قضيو کې د نيول شوو کسانو کره شمېر او نومونه په ډاګه نه کړل خو ويې ويل چې کېداى شي له ٤٥ تر ٥٠ کسانو پورې وي.

د هرات څارنوالۍ يوه مامور د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې ٤٥ تنه دولتي مامورين د فساد په تور نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، له نيول شوو مامورينو يې د نيمايي کسانو جرمي دوسيې بشپړې او له درېيو مياشتو نيولې تر پنځو کلونو پورې پر بېلابېل تنفيدي بند محکوم شوي او د نورو پر دوسيو کار روان دى.

د څارنوالۍ دې سرچينې وويل، په نيول شوو کې د غوريان ولسوالۍ د ملي پيوستون د څلورو کار کوونکي، د انجيل ولسوالۍ يو دولتي مامور، د چشت شريف او کرخ ولسواليو ۵ تنه، دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست درې تنه، د نفت او مستوفيت ادارو څلور، د ګمرک او کرنې، کډوالو او فوايد عامې رياستونو ۱۵ کارکوونکي شامل دي.

 د هرات والي فضل الله وحيدي هم له فساد سره مبارزه د خپل ماموريت د کار په لومړيتوبونو کې يادوي او زياتوي چې په تېره يوه مياشت کې ١١ دولتي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په نيول شوو کې ډېرى د مستوفيت کار کوونکي دي.

والي له فساد سره مبارزه د هر افغان دنده وبلله او ويې ويل چې په دې برخه کې بايد له خپل دولت او کشفي ارګانونو سره مرسته وکړي.

د هرات د ولايتي شورا غړی تورمحمد ظريفي د مفسدو مامورينو نيول ښه اقدام بولي، خو په ټوليزه توګه يې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې کارونه نيمګړي وبلل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دى او ولايتي شورا د دوى له فعاليتونو خوښ نه دي او له دې ادارې يې وغوښتل چې په دې برخه کې ډېر او جدي اقدامات وکړي.

ظريفي له يادې ادارې وغوښتل، چې د نيول شوو کسانو نومونه افشا کړي.

د هغه په وينا، يادې ادارې عادي مامورين نيولي دي او پر لويو مفسدينو کار نه لري.

د هرات ښار يوه اوسېدونکي عبدالکبير هم پر يادې ادارې نيوکه کوي چې پر زورورو او لويو چاروکو کار نه پيدا کوي.

هغه وايي، چې د هرات په ګمرک، تېل او نفتو او د ښاروالۍ په ادارو کې په پراخه کچه فساد شته، خو څوک يې پوښتنه نه شي کولى.

نوموړي وويل، چې په رغنيزو شرکتونو او د کانونو د استخراج په قراردادونو کې ډېر لوی فساد او درغلي شته خو تر اوسه يې څېړنه نه ده شوې.

په لوېديځ زون کې د يادې ادارې مسوول محمد طاهر عنبري وويل، چې اداره يې په خپلواک ډول کار کوي، پر اشخاصو او ادارو چې مستند اسناد ولري، د قانون منګولو ته يې سپاري.

د هغه په وينا، د سږ کال په نيول شوو کسانو کې يې تر اوو زيات رييسان او يا هم د هغوى مرستيالان دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.