ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلک له نا امنيو ځورېږي

د هرات خلک له نا امنيو ځورېږي

author avatar
25 Dec 2013 - 14:40
د هرات خلک له نا امنيو ځورېږي
author avatar
25 Dec 2013 - 14:40

هرات ښار (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د هرات د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي له وروستيو نا امنيو شکايت کوي، خو ځايي چارواکي بيا د نا امنيو ادعا ردوي او زياتوي چې امنيت تر پخوا ښه شوى دى.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې پر دولتي او غير دولتي مامورينو د بريدونو او تښتونو تر څنګ چاودنې او جنګړې هم رامنځته شوې دي.

د چشت شريف ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد حکيم الله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې وسله وال په ښکاره فعاليت کوي، خپلې صحرايې محکمې لري او پر لويو لارو مسافر هم تلاشي کوي او پيسې ترې اخلي.

هغه د ملامصطفی په نوم د يوه ځايي غير مسوول قوماندان نوم واخيست او زياته يې کړه چې نوموړى د چشت شريف تر څنګ په غور شهرک ولسوالۍ کې هم خپل غير قانوني پوځي تشکيلات لري.

د نوموړي په وينا، د دغه قوماندان وسله وال څو ځلې د سلما بند پروژې پر کار کوونکو بريدونه کړي او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده او تېر کال يې يوه ډاګيزه شخصي محکمه هم ترسره کړې وه.

د هرات د ولايتي شورا غړى او دشينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى تور محمد ظريفي بيا دخپلې ولسوالۍ له نا امنۍ سرټکوي او زياتوي چې د وسلوالو مخالفينو نفوز زيات شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د شينډنډ ولسوالۍ امنيت ورځ تر بلې خرابېږي او که دولت يې په اړه جدي اقدام ونه کړي نو راتلونکې ټاکنې به هم په دې ولسوالۍ کې ناممکنې شي.

د دې تر څنګ د غوريان، کشک کهنه، رباط سنګي، ادرسکن ، اوبې، پښتون زرغون او ګذرې ولسواليو اوسېدونکي هم له نا امنيو شکايتونه کوي.

دولت په يادو ولسواليو کې د امنيت د ښه والي په موخه سيمه ييز پوليس هم فعال کړي، خو ځايي اوسېدونکي شکايت کوي، چې دغه پوليس په خپله قانون نقض کوي.

د رباط سنګي ولسوالۍ د امام صاحب د کلي يو استوګن احمدګل پژواک ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو کړنې تر طالبانو بدې دي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس له خلکو عُشر اخلي، له موټر چلوونکو او دوکاندارانو غير قانوني پيسې راټولوي او خلک پر مرګ هم ګواښي.

نوموړي د رباط سنګي په ګاونډ ګلران ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو شتون ومانه او زياته يې کړه چې په دې ولسوالۍ کې يې مرکزيت دى.

وسله والو طالبانو هم ادعا کړې ده، چې د هرات په ډېره ساحه کې يې فعاليتونه روان دي او ډېرې سيمې يې په واک کې دي.

د طالبانو په وېب پاڼه کې د عبدالرحمن په نوم يوه تن چې ځان يې د هرات د مسوول په توګه معرفي کړى، په خپله مرکه کې ادعا کړې چې د هرات ښار او ولسواليو له مرکزونو پرته نورې ټولې لرې پرتې سيمې د دوى په واک کې دي.

خو د هرات والي فضل الله وحيدي بيا دغه ادعا ردوي او زياتوي چې وسله وال په دې سيمو کې هېڅ حضور نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ټول ولايت کې ورځنۍ چارې په عادي توګه روانې دي، ښوونځي پرانيستي او د بيارغونې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

والي زياتوي، ځينې مافيايي ډلې او غله د وسله والو طالبانو په نامه په جرايمو، غلاوو او انسان تښتوونکو کې لاس لري، خو پوليس يې د مخنيوي هڅې کوي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي وايي، چې په ګلران ولسوالۍ کې يې د وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياته کړه، چې د دغه عملياتو پر مهال يې ګڼ شمېر ماينونه کشف او شنډ کړي او اوس هم په ځينو نورو سيمو او نا امنو ولسواليو کې چاڼيز عمليات روان دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.