ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات شل زرو کارګرو ته په ايران کې د کار زمينه برابرېږي

د هرات شل زرو کارګرو ته په ايران کې د کار زمينه برابرېږي

author avatar
26 Dec 2013 - 19:26
د هرات شل زرو کارګرو ته په ايران کې د کار زمينه برابرېږي
author avatar
26 Dec 2013 - 19:26

هرات (پژواک، ٥ مرغومى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې شل زرو افغان کارګرو ته په ايران کې د کار اسانتياوې برابروي.

 د هرات والي فضل الله وحيدي، نن خبريالانو ته وويل ، چې ايران ته د تلونکو وزګارو ځوانانو لپاره د ويزې د اسانتيا د برابرولو او د مستحقو کسانو د پېژندلو په موخه يې يو کمېسيون ټاکلى دى.

ده زياته کړه، دا کمېسيون به وزګار او يا هم له ايران څخه راشړل شوي ځوانان پېژني او بيا به يې د ايران قونسلګرۍ ته د ويزې ورکولو لپاره معرفي کوي، چې اولويت به له ايران څخه راشړل شويو کسانو ته ورکوي.

نوموړي دا کار، د ځوانانو د بې کارۍ د پاى ته رسېدو او په قاچاقي توګه ايران ته د افغان کارګرو د مخنيوي هڅه وبلله.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې لسګونه زره افغان ځوانان له ناقانونه لارې د کار لپاره د ورتګ هڅه کوي؛ د لارو په اوږدو کې کله ناکله له خطرونو سره مخ کېږي او منزل ته تر رسېدو وړاندې يې ايراني مامورين بېرته افغانستان ته رالېږي.

د هرات د کډوالو چارو رييس حميدالله خطيبي وايي، چې ايران ته د ځوانانو د تګ د قانوني سفر د اسانتياوو د برابرولو په موخه يې په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ له کارکوونکو سره هم خبرې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال له پيله تر تېرې مياشتې پورې څه دپاسه ١٠٣سوه زره کسان له ايران څخه د اسلام کلا بندر له لوري راشړل شوي دي.

په هرات کې د بهرنيو چارو رياست يوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل ، کمېسيون به د ويزو لپاره د غوښتنليکونو تر څېړنې وروسته، هره ورځ سل تنه کاريګر د ويزې ترلاسه کولو لپاره د ايران قونسلګرۍ ته وروپېژني.

د ده په وينا، د ايران قونسلګرۍ هم په دې اړه ورسره هوکړه کړې ده.

پژواک هڅه وکړه ، چې په دې اړه د ايران د قونسلګرۍ نظر هم واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

بې کاري يو له هغو ستونزو څخه ده، چې د ډېرى ولايتونو ځوانان ترې شکايت کوي.

تېره اونۍ په هرات کې لسګونو ځوانانو د بې کارۍ له امله ايران ته د تللو او د ويزې د نه ورکړې له امله د ولايت مخې ته اعتراضيه غونډه کړې وه.

د رباط سنګي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شېراحمد عظيمي چې تازه له ايران څخه راشړل شوی، پژواک ته يې د اندېښنې په څرګندولو وويل، چې ښايي په دې برخه کې خپلوي په پام کې ونيول شي او مستحق کسان ترې محروم پاتې شي.

خو د هرات والي بيا وايي، چې په کمېسيون کې سم کسان ګومارل شوي او د هېچا حق به ونه خوړل شي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.