ژبه

افغانستان په کرکټ کې تاجکستان ته ماتې ورکړه

جلال اباد ( پژواک ۶ مرغومی ۹۲ ) : دافغانستان د کرکټ الف لوبډله په یوه ورځنۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د مرغومي په ۶مه، د ننګرهار دغازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې دلوبې پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه دافغانستان الف لوبډله په ۴۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۰ منډې وکړې او تاجکستان ته یې د ۲۹۱ منډو هدف کیښود.

د افغانستان له لوري جاوید احمدی ۱۱، نجیب تره کی ۹۲ او شفیق الله شفق ۳۲ منډې وکړې، د تاجکستان له لوري منور او احمد نبيل ۲، ۲ لوبغاړي وسوځول.

 هوتک وویل چې د تاجکستان ټوله لوبډله په ۳۹ اورونو کې یواځې ۱۵۴ منډې وکړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴۶ منډو په توپیر سره وګټله.

جاوید احمدي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د لوبې په پای کې دافغانستان کرکټ لوی رییس او سلاکار وزیرشهزاده مسعود، اجرايیوی رییس او د تاجکستان د کرکټ پلاوي لخوا پر لوبغاړو جایزې وویشل شوې.

د تاجکستان لوبډلې لوبډل مشر احمدشاه پژواک ته وویل چې لوبډله یې دیوه پیاوړې لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه.

هغه زیاته کړه چې لوبډله یې دروزنې په حال کې ده، او هیله یې څرګنده کړه چې له افغانانو به ډیر څه زده کړي.

دافغانستان دالف لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي پژواک ته وویل چې لوبغاړو یې په بیټنګ او بالنګ دواړو کې ښه لوبه وکړه.

هغه د تاجک لوبډلې هم ستاینه وکړه، چې خپله وړتیا یې وښوده.

ورته موضوع