جلال اباد ( پژواک ۶ مرغومی) د تاجکستان کرکټ ادارې مسوولین وایي چې لوبډله یې د زده کړې لپاره افغانستان ته راغلي دي.
دغه څرګندونې د تاجکستان د کرکټ فدراسیون مرستیال اوافغانستان ته د راغلې لوبډلې مدیر نعیم د جلال اباد په سپین غر هوټل کې دیوې غونډې پر مهال و کړې.
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې یې د کرکټ لوبه نوې پیل کړې او دوی غواړي دافغانستان په مرسته دې لوبې ته وده او ًپرمختګ وکړي.
نوموړي دافغانستان کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه، چې نه یواځې ددوی ملي لوبډلې ته یې د لوبو بلنه ورکړه، بلکې دوی سره یې د کرکټ په برخه کې تخنیکي همکاري کوي.
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان د کرکټ دالف لوبډلې او دتاجکستان د ملي لوبډلې دوه یوورځنۍ او یو شل اووریزه لوبه د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي، نن دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره شوه.
د تاجک لوبډلې مدیر نعیم وویل چې دوی د ګټلو یا بایللو لپاره نه دي راغلي، بلکې دوی غواړي چې له افغانانو څخه کرکټ زده کړي.
نوموړي په افغانستان کې د کرکټ لوبې د پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی غواړي د افغانانو له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ لوی رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود یادې غونډې چې ددواړو لوبډلو په ویاړ جوړه شوې وه وویل چې دا لومړی ځل دی دیوه بهرني هیواد ملي لوبډله افغانستان ته سفر کوي.
هغه زیاته کړه چې څو میاشتې مخکې د تاجکستان د کرکټ فدراسیون استازي کابل ته دسفر پر مهال د افغانستان له کرکټ بورډ څخه په بیلا بیلو برخو کې دمرستو او همکاریو غوښتنه کړې وه.
شهزاده مسعود هیله څرګنده کړه چې د تاجکستان دملي لوبډلې ښه میلمه پالنه وشي او ددواړو لوبډلو ترمنځ ښې لوبې هم ترسره شي.
د نوموړي په وینا، دا لوبې به د افغانستان اوتاجکستان ترمنځ سیاسي اړیکو په نور پیاوړي کولو کې هم مهم رول ولوبوي او ددواړو هیوادونو ولسونه او ځوانان به سره نور هم نږدې کړي.
د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال وویل چې دوی پخپلو کمو امکانات تل دافغانستان کرکټ ته اسانتیاوې برابر کړې دي او زیاته کړه چې د تاجکستان میله لوبډلې ته به د خپله وسه امکانات برابر او ښه میلمه پالنه به یې وکړي.
دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوی رییس ډاکتر نور محمد وویل چې دتاجکستان د ملي لوبډلې هیواد ته راتګ پیلامه ده او زیاته یې کړه چې ډیر ژر به د نورو هیوادونو لوبډلې ته هم افغانستان ته سفرونه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې د کینیا او متحده عربي اماراتو له کرکټ ادارو سره یې خبرې کړي او هغوی افغانستان ته د خپلو لوبډلو لیږدلو ته لیوالتیا ښودلې ده.
ډاکټرمراد پژواک ته وویل : (( دافغانستان کرکټ بورډ اداره اوس ددې جوګه شوې چې د نورو هیوادونو دلوبډلو کوربه توب وکړي.))
نوموړي وویل چې ۲۰۱۳ کال د افغانستان کرکټ لپاره ډیر بختور او له لاسته راوړنو ډک کال و، په دې کال کال کې دافغانستان ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوالو جامونو ته لارې پیدا کړې او په اداري کچه هم ډیر پرمختګونه شوي دي.
د افغانستان د الف لوبډلې روزونکي رییس احمدزي پژواک ته وویل چې لوبډله یې د تاجک لوبډلې سره دسیالیو لپاره ښه تمرینات او او تیارۍ ترسره کړي دي او هیله یې څرګنده کړه، چې لوبډله به یې ښه وځلیږي.
د تاجک لوبډلې کپتان احمدشاه پژواک ته وویل چې لوبډله یې نوې ده، خو دې سیالیو لپاره یې ښه تیاریانې نیولي دي.
هغه زیاته کړه : (( زموږ اصلي موخه روزنه ده او موږ هڅه کوو، چې دروزنې ترسره ښې لوبې هم ترسره کړو.))
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ درې لوبې د مرغومي په ۶مه، ۸ او ۱۰ مه ترسره کیږي.
دا لومړی ځل دی چې هیواد ته بهرنۍ ملي لوبډله راځي، تر دې مخکې دپاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت لوبډلې دسیالیو لپاره دوه ځلې راغلې وې.