ژبه

کابل ( پژواک ٧ مرغومى ٩٢ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو په اسيايي سياليو کې د سريلانکا پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اتو لوبډلو په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ د مرغومي په ٧مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سريلانکا د ځوانانو لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه ،چې دسريلانکا پياوړې لوبـډلې دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له مله ونه شواى کولى چې ډېرې منډې وکړي او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٩١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٩٢ منډو هدف ورکړ.

هوتک وايي ،چې د افغانستان له لوري ضياء الرحمن ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او دسريلانکا د ١٩ کلنو لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز شرف الدين اشرف هم دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې ياد هدف له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته په اوه څلوېښتم اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

هوتک وويل ،چې د افغانستان له لوري شاهدالله ٤٧، يونس احمدزي ٣٦، مسلم موسى ٢٩ او لوبډل  مشر ناصر احمدزي ٢٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

ضياء الرحمن ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

نن په نورو سياليو کې پاکستان نيپال ته، هندوستان اماراتو ته او بنګله دېش ماليزيا ته ماتې ورکړه.

افغانستان به خپله دويمه لوبه سبا له بنګله دېش سره ترسره کوي، د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په تېرو اسيايي سياليو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

يادې سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نيپال او متحده عربي مارات او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش ، سريلانکا او د ماليزيا دي.

د يادونې ده ، دا دويم ځل دى چې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.

ورته موضوع