جلال اباد ( پژواک ١٣ مرغومی ۹۲ ) د کونړ افغان لوبډلې په پای لوبه کې د ننګرهار همیشه بهار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د نارنج جام سیالیو اتلولي خپله کړه.
د شپږو لوبډلو په ګډون د نارنج جام کرکټ شل اووریزې سیالۍ د جلال اباد ښار اړونده د بهسودو پله د کرکټ په لوبغالي کې د لوبه کرکټ کلب ( ایل سي سي) لخوا پیل شوې وې او نن د مرغومي په ۱۴مه، پای ته ورسیدې.
د ایل سي سي مشر ضراب شاه ظهیر ژواک خبري اژانس ته وویل چې د پای لوبې پچه د همیشه بهار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د همیشه بهار لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ منډې وکړې او کونړ افغان ته یې د ۱۸۰ منډو هدف کیښود.
د همیشه بهار له لوري ذبیح اسلام ۱۰۲ منډې وکړې، د کونړ له لوري ممتاز او همیم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ظهیر وویل چې د کونړ افغان لوبډلې دغه هدف په نولسم اوور کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله. د کونړ له لوري باچا حسین ۷۷ او میل خان ۳۳ منډې جوړې کړې.
د همیشه بهار لوبغاړی ذبیح اسلام د پای لوبې او ضمیر خان د دې سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شو.
د لوبې په پای کې د ولایتي شورا د وکیل جاویدزمان، د کرکټ بور د ختیځ زون د مسوولینو او د لوبه کرکټ کلب د مشر لخوا پر لوبغاړو انعامونه او جایزې وویشل شوې.
دیادونې وړ ده چې تر دې مخکې په کابل کې د ایل سي سي لخوا د کرکټ میلیون جام سیالۍ ترسره شوې وې.










