کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): د لومړي ځل لپاره به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسيا د لومړۍ درجې هېوادونو په کرکټ سياليو کې برخه واخلي.
دغه پرېکړه نن (د مرغومي ١٤مه) د سريلانکا په کولمبو ښار کې د کرکټ د اسيايي شورا په اجرائيوي غونډه کې شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې اړه ډېرې هلې ځلې کړې او د يو شمېر هېوادونو له استازو سره يې په دې اړه ليدنې درلودې.
هغه زياته کړه، نن سهار په هغې اجرائيوي غونډه کې چې د کرکټ اسيايي شورا له لوري په کولمبو ښار کې په لاره اچول شوې وه، د کرکټ د لومړي درجې هېوادونو په اسيايي جام سياليو کې د افغانستان ملي لوبډلې د لوبېدو پرېکړه وشوه.
د نوموړي په وينا، دغه پرېکړه د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه له سترو لاسته راوړنو ده او په دې سره به د ملي لوبغاړو تجربې نورې هم زياتې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د اسيايي شورا دغه پرېکړه لويه لاسته راوړنه بولي.
هغه زياته کړه، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د پاکستان، هندوستان او سريلانکا د کرکټ ادارو له مسوولينو سره د ليدنو پر مهال په دې اړه خبرې کړې وې.
ډاکټر مراد د هېواد کرکټ راتلونکی خورا روښانه وباله او ويې ويل، چې له لويو لوبډلو سره سيالۍ په لاره اچول د لوبغاړو پر مورال او تجربو کې زياتوالى راولي.
د کرکټ د لومړۍ درجې هېوادونو د اسيايي جام سيالۍ د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ په ٢٥مه، د بنګله دېش په پلازمېنه سريلانکا کې په لاره اچول کېږي.
په دې سياليو کې پاکستان، هندوستان، افغانستان، بنګله دېش او د سريلانکا لوبډلې برخه اخلي.
د يادونې ده، د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله تېره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې د اسيا د اولې درجې هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو اسيايي سياليو کې برخه واخيسته او تر نيمه پايي لوبې پورې يې ځان رسولى.
په دې سياليو کې افغانستان سريلانکا او ماليزيا ته ماتې ورکړې وه .









