ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ولايتي شورا ته کانديدانو پر امنيتي وضعه اندېښنه وښوده

د هرات ولايتي شورا ته کانديدانو پر امنيتي وضعه اندېښنه وښوده

هرات (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): د هرات د ولايتي شورا ښځينه کانديدانې وايي، چې د دغه ولايت په ډېرى سيمو کې د امنيت د خرابوالي له امله ټاکنيز کمپاين نه شي کولى.

دغه کانديدان اندېښنه لري، چې د هرات په ښار کې پر ښځو وسله وال بريدونه کېږي او بريد کوونکي د پوليسو له منګولو تښتي.

د هرات ولايتي شورا ته نومانده ګلثوم صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، که امنيتي ځواکونه په ولسواليو کې د امنيت پر ټينګښت ونه توانېږي نو د دوى کمپاين په يواځې تر ښار پورې محدود شي.

 د دې په وينا، د ولسواليو امن او نا امني د ښار پر امنيتي وضعيت مستقيم اغېز لري، تر څو چې په ولسواليو کې امنيت را نه شي ښار به هم ورسره نا ارامه وي.

د ولايتي شورا يوه بله نومانده جهانتاب طاهري وايي، تر څو چې د لرې پرتو سيمو امنيت ښه نه شي دوى په ډاډه زړه کمپاين ونه شي کړاى.

 خو د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسول عبدالحميد حميدي وايي، چې د نوماندانو د کمپاين او ټاکنو د خونديتوب لپاره بشپړ امنيتي تدابير لري.

په هرات کې د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر د عامه اړيکو مسوول طارق ارين په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو د هرات ښار ځيني اوسېدونکي وايي، چې د کمپاين کوونکو مېرمنو لپاره دې وړ امنيتي شرايط برابر شي.

د هرات پوهنتون محصل زبير حبيبي پژواک اژانس ته وويل، د هرات د ډېرى ولسواليو امنيت ډاډمن نه دى او د ولايتي شورا نارينه او ښځينه کانديدان به په ډاډ زړه ونه شي کړاى چې ولسواليو ته سفر وکړي.

 د هرات ولايتي شورا ٢١ غړى لري اوسمهال دې شوار ته ١٦٦ کسان نوماند دي چې ٢٠ تنه يې مېرمنې دي.

 په پام کې ده د ولسمشرۍ د کانديدانو کمپاين دوه مياشتې د سلواغې له ١٣ مې د وري تر ١٣ او د ولايتي شورا د نوماندانو کمپاين د يوې مياشتې لپاره د کب په ١٣ مه پيل او د وري په ١٣مه پاى ته ورسيږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.