منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

فقيريار د المان شمال د ٢٠١٣ زېږديز کال ورزشي پديدې په نوم وپېژندل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

 کابل(پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او دالمان د اولدنبورګ کلپ ګول نيوونکى منصور فقيريار  د ١٥ زرو رايو په اخيستو د المان د ٢٠١٣ کال د ورزشي پديدې په حيث وپېژندل شو.

 دا مطلب په هغه خبرپاڼه کې څرګند شوى، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده.

   سرچينې ليکلي: دا رايه اخيستنه د شمال المان په نوم د يوې ورزشي ويبپاڼې له خوا شوې  او منصور فقيريار ددې ويبپاڼې د کاروونکو څخه د ١٥ زرو رايو په اخيستو د مکس کروز، او مکسي ميليانو ارنولډ( دالمان د يو بونډسليګان ستوري) څخه په اوچت توپير مخکې شوى او د المان شمال د کال ورزشي پديدې جايزه يې خپله کړې ده.

 سرچينې زياته کړې، چې منصور فقيريار ١٥٠٣٨ رايې درلودې او له ده وروسته مکس کروز د مونشن ګلادباخ کلپ څخه په ٣٨٠٨رايو او مکسى ارنولوډ له ولفسبورګ ټيم څخه د ١٢٧١ رايو په اخيستو دويم او درېيم مقامونه ګټلي دي.

  د شمال المان د ورزشکارانو ويبپاڼې په خپل راپور کې د سوېلي اسيا په سياليو کې د تر ټولو غوره  ګول نيوونکي په توګه منصور فقيريار خارق العاده ځلېدل او په نړيوالو سياليو کې  د افغانستان د ملي لوبډلې د لومړۍ اتلوالۍ د تر لاسه  کولو په برخه کې د هغه کوښښ ستايلى دى.

 منصور فقيريار د کابل اصلي اوسېدونکى دى.