منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندوز پوهنتون کرکټ لوبډلې د پنجاب پوهنتون لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۶ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د افغانستان د کندوز ولايت د پوهنتون کرکټ لوبډلې د پاکستان د پنجاب ايالت د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د شمال زون د کرکټ مسوول ډاکټر نور عالم فريد د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندوز پوهنتون د کرکټ لوبډله د يو لړ سياليو لپاره لاهور ته تللې ده.

هغه زياته کړه، چې پرون د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د کندوز پوهنتون لوبډلې د پنجاب پوهنتون لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

ډاکتر فريد وويل، چې د پنجاب پوهنتون لوبـډلې په ټاکل شوو ٣٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې جوړې کړې او د کندوز لوبډلې ته يې د ١٦١ منډو هدف ورکړ.

نوموړى وايي، چې د کندوز پوهنتون لوبډله ياد هدف په اووه ويشتم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د شمال زون کرکټ مسوول وايي، چې د کندوز پوهنتون لوبډله د دوو يوې ورځنيو او يوې شل اووريزې لوبې لپاره لاهور ته تللې ده.