ژبه

خوست ښار ( پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٢ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د کرکټ بورډ مشرتابه د خوست د والي عبدالجبار نعيمي په بلنه نن دغه ولايت ته سفر وکړ، چې ددې ولايت د لسګونو زره اوسېدونکو له خوا يې تود هرکلى وشو.

خوست ته د سفر په پلاوي کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس  شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د ملي لوبډلې لوبغاړي، روزونکي، مدير او د کرکټ بورډ نور چارواکي شامل وو.

دغه پلاوى چې کله نن د مرغومي په ٢٥مه د خوست هوايي ډګر ته ورسېد، نو د والي عبدالجبار نعيمي او ځايي چارواکو په ګډون زرګونو کسانو يې هرکلى وکړ.

ملي لوبډلې او د کرکټ بورډ مشرتابه د موټروکاروان په بدرګه کې په داسې حال کې د خوست لوبغالي ته يوړل شول، چې په لاره کې سلګونو کسان يې هرکلي ته ولاړ.

د خوست په لوبغالي کې د لسګونو زرو کسانو، چې شمېره يې د ٢٥ او ٣٠ زرو ترمنځ و، ترڅنګ د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د ولايتي شورا رييس او غړي، قومي مشرانو، مخورو، علماء کرامو، ځوانانو، سپين ږيرو ، ماشومانو او د بېلابېلو لوبو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

ددې مراسمو په پيل کې د بېلابېلو لوبو لوبغاړو خپل نمايشونه وړاندې کړل او ورپسې د خوست والي عبدالجبار نعيمي په خپله وينا کې د کرکټ بورډ مشرتابه او لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې ددوى بلنه يې ومنله او دې ولايت ته يې سفر وکړ.

هغه د افغانستان د کرکټ لاسته راوړنې بې ساري وبللې او زياته يې کړه،  چې تر اوسه هېڅ يوې لوبې دا ډول لاسته راوړنې او برياوې نه دي لرلې.

نوموړي زياته کړه، چې د خوستيانو د خوښۍ تر ټولو ښه ورځ داده او ملي لوبډله يې د همدوى په غوښتنه رابللې ده.

نعيمي اعلان وکړ، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د کرکټ بورډ په مرسته په نړيوال معيار برابر يو لوبغالى جوړ شي.

نوموړي د نورو ولايتونو پر چارواکو هم غږ وکړ، چې د کرکټ ملي لوبډلې ته بلنه ورکړي او ويې نازوي.

سلاکار وزير او دافغانستان کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود د خوست له والي او د خوست له ولس څخه مننه وکړه، چې نه يواځې دوى ته يې بلنه ورکړه، بلکې تاريخي هرکلى يې هم وکړ.

هغه خوستيانو ته ژمنه ورکړه، چې په دې ولايت کې د کرکټ لوبغالي په جوړولو کې به له والي سره مرسته کوي.

شهزاده مسعود وويل، چې د لوبغالي تر جوړېدو وروسته به په دې ولايت کې ملي او نړيوالې سيالۍ ترسر شي .

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد هم د لوبغالي په جوړولو کې د مرستې د ډاډ ورکولو ترڅنګ وويل، چې د خوست خلک له کرکټ او ملي لوبډلې سره ډېره مينه لري.

هغه زياته کړه ، چې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي لوبډلې تاريخي لاسته راوړنې لري اوژمنه يې وکړه، چې دې لاسته راوړنو ته به ادامه ورکوي.

ددې مراسمو په پاى کې دافغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د کرکټ بورډ له چارواکو سره يو ځاى د لوبغالي په ټولو برخو وګرځېده او له مينه والو څخه يې مننه وکړه.

ورته موضوع