کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د پاکستان د کرکـټ د ١٩ کلنو لوبډله د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
دا لوبه نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) د پاکستان د لاهور ښار د قذافي په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د پاکستان د ملي تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه ښودل کېده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډله په ټاکل شوو ٤٥ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٠ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ١٨١ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري حشمت الله شاهد ٥٨، عثمان غني ٣٩ او مسلم موسى ٢١ د پام وړ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي، چې د پاکستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په ٣٦ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
د پاکستان له لوري امام الحق ١٠٦ او سعود شکيل ٥٧ ناسوځېدلې منډې وکړې، د افغانستان له لوري مسلم موسى او عبدالله عادل د پاکستان يو يو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه د پاکستان لاهور ښار ته د تمريناتو او دوستانه سياليو په موخه تللې ده.










