کابل ( پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢ ): د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د پاکستان دخيبر پښتونخوا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه د پاکستان د پېښور ښار په لوبغالي کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه د پاکستان د خيبر پښتونخوا لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د هوتک په وينا، د افغانستان الف لوبډلې په ټاکل شويو ٤٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٦ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ٢٧٧ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري شفيق الله شفق په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠٣ منډې يې جوړې کړې،دغه راز نورالحق ٥٧، رحيم منګل ٣٢ ، فضل نيازي ٣١ او شبير نوري ٢٧ منډې وکړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل ، چې د خيبر پښتونخوا لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٨٧ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٨٧ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري يمين احمدزي او نسيم بړيڅ درې، درې ، عبدالله مزاري او شبير نوري دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د الف کرکټ لوبډله د تمريناتو او دوستانه سياليو لپاره د پاکستان پېښور ښار ته تللې ده.
دغه راز دافغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله هم د نړيوال جام لپاره د چمتووالي په موخه د پاکستان په لاهور ښار کې ده او نن ددغه هېواد د ١٩ کلنو لوبغاړو سره لوبه لري.










