کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د يوې مياشتې تمريناتو، اسيايي او نړيوال شل اووريز جامونو ته د چمتووالي په موخه نن له کابله د سريلانکا پلازمېنې کولمبو ته روانه شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سريلانکا ته تر روانېدو مخکې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود له اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد سره ګډه غونډه وکړه او د سريلانکا د سفر په اړه يې خبرې وکړې.
شهزاده مسعود د کرکټ ملي لوبـډلې ته سپارښتنه وکړه، چې د دغه سفر پر مهال له بشپړ نظم څخه کار واخلي او خپله ټوله پاملرنه دې تمريناتو ته وکړي.
هغه زياته کړه، چې ياده لوبډله د هېواد په استازيتوب دغه سفر کوي او هڅه د ېوکړي چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستو د راتلونکو مهمو سياليو لپاره بشپړ چمتووالى ونيسي.
د افغانستان د کرکت بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد هم لوبغاړو ته لازمې لارښوونې وکړې او ويې ويل، چې کرکټ بورډ به په راتلونکي کې هم تاسو ته په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د تمريناتو اسانتياوې برابروي.
د غونډې په پاى کې د لوبغاړو د ښه سفر ، لاسته راوړنو او برياوو لپاره دعا وشوه.
فريد هوتک وايي، چې د کرکټ ملي لوبډله به په سريلانکا کې د تمريناتو ترڅنګ د دغه هېواد له ځايي لوبـډلو سره پنځه پنځوس اووريزې او پنځه شل اووريزې سيالۍ هم ترسره کړي.
هغه زياته کړه چې ملي لوبـډله به له سريلانکا څخه نېغ په نېغه بنګله دېش ته داسيايي جام په سياليو کې د ګډون لپاره ځي.
ټاکل شوې ده، چې د فبرورۍ په ٢٥مه په بنګله دېش کې د کرکټ د لومړۍ درجې هېوادونو اسيا کپ سيالۍ په لاره اچول کېږي.
دغه راز د ٢٠١٤ کال د مارچ له ٩ مې څخه د اپرېل تر ٥ مې پورې هم په بنګله دېش کې د کرکټ ٢٠ اووريز نړيوال جام سيالۍ ترسره کېږي.
په ملي لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل دي:
محمد نبي، محمد شهزاد، نوروز منګل، محمد اصغر ستانکزى، جاوېد احمدی، کريم صادق، محب الله اورياخېل، سميع الله شينواری، ګلبدين نايب، ميرويس اشرف، نجيب الله ځدراڼ، نجيب ترکی، حميد حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، عزت الله دولتزی، افتاب عالم، حمزه هوتک او رحمت شاه زرمتی.










