منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۳ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د ۱۹ کلنو ملي لوبډل د پنجاب د کالجونو لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۷ کتنې

کابل ( پژواک، ۷ سلواغه ۹۲ ) : د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان د پنجاب ایالت د کالجونو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن په لاهور ښار کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په ټاکل شویو ۴۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۵ منډې جوړې کړ.

د افغانستان له لوري مسلم موسی ۶۵ او احسان الله ۴۰ منډې جوړې کړې.

هوتک وایي ې د پاکستان  د پنجاب ایالت د کالجونو لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۵ اورونو په ۱۲۱ منډو وسوځیدله.

 د افغانستان له لوري فرید احمد ملک ، مسلم موسی، ضیاالرحمن او حشمت الله شهیدي دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول.

مسلم موسی ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله نړیوال جام ته د تیاریو او چمتووالي په موخه د پاکستان لاهور ښار ته د تمریناتو لپاره تللې ده، په دې دوران کې دوی یو شمیر سیالۍ هم ترسره کوي.

ددې سفر پر مهال دافغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ درې لوبې هم ترسره شوې، چې دوه لوبې پاکستان او یوه افغانستان وګټله.

خبر او ایډیټ : جاوېد همیم کاکړ