جلال اباد- لښکرګاه (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): په جلال اباد ښار کې نن سهار چاودنه وشوه، خو زيان يې نه دى اړولى.
دا چاودنه نن (د سلواغې ١٣مه) د سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د مستوفيت رياست مخې ته له امنيتي پوستې سره شوې ده.
د سميع الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي د امنيتي پوستې له دېوال سره ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه، چې چاودنې دغه دېوال لږ زيانمن کړى، خو نور هېڅ ډول زيان يې نه دى اړولى.
د دغه ولايت امنيتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې زياتې شوې دي.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د جلال اباد تر څنګ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاين په رسمي توګه نن پيل شو.
د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د والي وياند عمر ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون مازديګر د سنګين ولسوالۍ په اړوند سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، دوو ماشومانو چې د کور مخې ته يې لوبې کولې، ماين پرې چاودېدلى چې له امله يې دواړه مړه شوي دي.
ځواک وويل، چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.










